Asset 1SWN

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له ۷۴کلونو وروسته نن ایران سره لوبه کوي

352773657_632176405610179_1381020180009808335_n

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو فوټبال اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن سه‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه د ایران فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۷:۳۰ بجې د قرغزستان پلازمینې بېشکاک ښار په دولون عمرزاکوف لوبغالي کې پیل شي.

ایران او افغانستان له ۷۴ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د فوټبال سیالي کوي. یادو لوبډلو په لومړي او وروستي ځل ۱۹۵۰ کې د فوټبال دوستانه لوبه کړې وه چې ایران لوبډلې افغانستان ته ۴ـ۰ ماته ورکړې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه کوربه قرغزستان لوبډلې ته ۱ـ۰ بایللې ده. افغانستان په خپل ګروپ کې له ایران او قرغزستان سره یوځای دی.

په دویم ګروپ کې بیا تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او عمان لوبډلې شتون لري. په دې ګروپ کې بیا ازبکستان په یوې بریا سره د جدول په لومړي ځای کې شتون لري.

د افغانستان او قرغزستان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سیالي وروستیو شېبو کې د ګولوهنې له کبله ناندریزه شوه چې افغان روزونکي بیا خپله لوبډله هم له لوبغالي بهر کړه.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي عبدالله المطیري دې لوبه کې د لوبڅار پر پرېکړې له دې امله نیوکه وکړه چې د قرغزستاني لوبغاړي له لوري د ګولوهنې پر مهال توپ د نوموړي پر لاس لګېدلی وو.

المطیري چې د لوبې پای ته یوازې یوه دقیقه پاتې وه، خپله ټوله لوبډله له لوبغالي بهر کړه او پر لوبڅار یې سختې نیوکې وکړې. لوبڅارانو وروسته بیا دغه لوبه د قرغزستان په ګټه اعلان کړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی عبدالله المطیري به د همدې له کبله نن لوبه کې محروم وي او پر ځای به یې د ګول‌ ساتونکو روزونکی حمیدالله یوسفزی او نعمان ولي‌زاده نن لوبه کې د لوبډلې د روزونکو په توګه مسوولیت پر غاړه ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام