Asset 1SWN

پکتیا کې «۳۰۰۰» ټابلېټ‌کا او نور نشه‌يي توکي نیول شوي

--------------

د پکتيا امنيتي مسولان وايي چې مرکز ګردېز ښار کې اړوند د دویمې امنیـتي حوزې ځواکونو له لوري شاوخوا ۳زره ټابلېټ‌کا او نور نشه‌يي توکي نیولي دي.

د دوی په وینا، د ټابلېټکا ترڅنګ امنیتي ځواکونو ۵۰کيلو ګرامه چرس او يو کیلو شیشه هم نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتــيا امنیې قومنـداني وياند منيب ځدراڼ سلام‌وطندار ته وويل چې ياد نشه‌يي توکي په دوه کرولا ډوله موټرو کې ځای پر ځای شوي وو چې د دویمې امنيتي حوزې ځواکونو له‌خوا ونیول  شول.

 د یادو نشه‌يي توکو د لېږد په تړاو څلور کسان هم نیول شوې دي.

د پکتــيا امنیې قومنـداني وياند منيب ځدراڼ وینا، یاد نشه‌يي توکي د یوه کشـفي راپور پر بنسټ، هغه مهال نیول شوي چې دغو کسانو غوښتل له يوه ځایه بل ځای ته ولېږدوي.

ځدراڼ زیاته کړه چې نیول شویو کسانو کې هغه کس هم شامل دی چې له ترکیې څخه به یې ټابلېټ‌کا او نور نشه‌يي توکي افغانستان ته راوړل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پکتیا کې دغه نشه‌يي توکي  داسې مهال نیول شوي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو لېږد او قاچاق په تور ځینې کسان نیول شوي او نشه‌يي توکي له‌منځه وړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام