Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې د چرسو «۳۰۶۰» جریبه کښتونه له‌منځه وړل شوي

پکتیا۱

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د تېرو څلور ورځو پر مهال پر ۳۰۶۰ جریبه ځمکه کرل شوي چرس اړولي دي.

د پکتیا امنیه قومندان محمدعمر مخلص وايي چې د چرسو دغه اندازه کښتونه یې د تېرو څلور ورځو پر مهال په ځاځي‌اریوب کې له‌منځه وړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا د امنیې قومندان په وینا، دغه عملیات یې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په ګډه پیل کړی دی.

مخلص زیاته کړه چې دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د کښتونو له‌منځه وړو عملیات روان دي او ټولې هغه سیمې به پاکوي چې نشه‌يي توکي په‌کې کرل شوي دي.

په ورته مهال د ځاځي‌اريوب ولسوالي یو‌شمېر هغه کروندګر چې پر ځمکو يې چرس کرلي، وايي، که د چرسو د بديل کښت زمینه ورته برابره شي، د چرسو له کرلو به لاس واخلي.

د ځاځي‌اريوب اوسېدونکي قاسم‌خان وویل چې چرس پر هر ډول ځمکه کرل کېږي او له کښت وروسته نور لګښتونه نه‌لري چې له امله یې دغه ولایت کې کروندګر ډېر کري.

خو د نوموړي په وینا، که بدیل کښت، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ورته برابره شي، چرس او نور نشه‌يي توکي به ونه‌کري.

نوموړی له سرپرست حکومت غواړي چې خلکو ته د کاري زمينې برابرولو برخه کې د لرو‌ پرتو سيمو اوسېدونکو ته پاملرنه وکړي او په وینا یې، له دې سره به خلک د نشه‌يي توکو له کښت لاس واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې هم د پکتيا مرکز ګردېز، احمدابا او سیدکرم ولسواليو کې شاوخوا ۴۰۰ جريبه ځمکه باندې کرل شوي چرس له‌منځه وړل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام