Asset 1SWN

بلخ کې د یوه پاکستاني شرکت د «ام کارټنونو» کې چرس نیول شوي

فققسفی

د بلخ ګمرک ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په حیرتان بندر کې بهر ته لېږدېدونکي ۱۴۸ کیلوګرامه چرس نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا، ټاکل شوې وه چې دغه چرس ازبکستان ته ولېږدول شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بلخ د ګمرک رییس موسی کلیم‌الله سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه چرس د «ام» په کارټنونو کې ځای پر ځای شوي وو چې ازبکستان ته له لېږد وړاندې د حیرتان سوداګریز بندر په لومړي پورټ کې نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، یاد چرس د یوه پاکستاني ټرانزیټي شرکت له لوري د ام په ۴۱ کارټنونو کې ځای پر ځای شوي وو.

د بلخ د ګمرک چارواکي دا نه دي ویلي چې د یادو چرسو د لېږد په تړاو یې څوک نیولي او که نه؟

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بلخ محلي مسوولان ډاډ ورکوي، اجازه به ورنه‌کړي چې د افغانستان له لارې او له افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته نشه‌يي توکي قاچاق شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام