د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې معین عبدالحق اخوند نن د خپل کلني کاري راپور وړاندې کولو په خبري غونډه کې وویل چې اوس په ټول افغانستان کې یو جریب ځمکه نشته چې تریاک یا چرس دې پرې کرل شوي وي.

هغه وايي، د تریاکو او چرسو ټول کښتونه یې له منځه وړي دي. د نوموړي په وینا، نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ د نشه‌يي توکو له ستونزې سره مخ ده.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب‌الله احمدي وايي، په تېر یوه کال کې یې په پلازمېنې او ولایتونو کې ۲۰۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی وايي چې یاد کسان یې دندو ته د نه ورتګ له کبله ګوښه کړي او په خبره یې، په دې موده کې یې ۲۰۷۲ نور کسان پر دندو ګومارلي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي بیا که څه هم مني چي د تېرو کلونو په پرتله د نشه‌يي توکو کرکېله کمه شوې، خو په وینا یې، په لنډه موده کې یې په بشپړه توګه له منځه وړل ناشوني دي.

دوی وايي، تر هغه چې کروندګرو ته د نشه‌يي توکو بدیل ور نه کړل شي، افغانستان کې به یې کرکېله روانه وي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې معینیت په تېر یوه کال کې د ۱۷۳۳ عملیاتو پر مهال ۱۰۹۵ کسان نیولي دي. دغه وزارت په دې موده کې ۷۸،۴ هېکټاره هغه ځمکې له منځه وړي چې نشه‌يي توکي پرې کرل شوي وو او پر نشه‌يي توکو له ۴۸ زره ډېر روږدي کسان یې را ټول کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام