د سلام‌وطندار سروې؛ له هرو څلورو ښځو درې یې تاوتریخوالي سره مخ دي

 د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د یوې سروې پایلې ښيي چې ۷۷سلنه ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي دي. په دغه سروې کې ۳۲۶ ښځو ګډون کړی چې پر بنسټ یې، له هرو څلورو ښځو، درې یې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

دایکندي کې دوه کسان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت پ شهرستان ولسوالي کې دوه کسان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

پېښه پرون جمعه د وږي درېیمه د شهرستان ولسوالي اړوند د «موش شده» کلي کې رامنځته شوې ده. دغو ځوانانو په «لزیر» سیند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

پنجشېر ته ایټالیوي سیلانیان ورغلي

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت ته  له اېټالیا څخه د یوې ښځې په ګډون دوه سیلانیان ورغلي دي.

د مسوولانو په وینا، دغه سیلانیان به د یاد ولایت سیاحتي او طبیعي سیمو څخه لیدنه وکړي.