Asset 1SWN

دایکندي کې دوه کسان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي

FB_IMG_1613715185106

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت شهرستان ولسوالي کې دوه کسان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

پېښه پرون جمعه د وږي درېیمه د شهرستان ولسوالي اړوند د «موش شده» کلي کې رامنځته شوې ده. دغو ځوانانو په «لزیر» سیند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دایکندي د امنیې قومنداني ویاند غلام‌علي جاوید سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ځوانان چې عمرونه یې ۱۷ او ۱۸ کلونه وو، له اووو نورو کسانو سره په سیند کې لامبو وهله چې اوبو ډوب کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه ځوانان سیداسماعیل او سیدعزت نومېده. دغه کسان د شهرستان ولسوالي د سفیدنیل سیمې اوسېدونکي وو چې لزیر سیند ته د لامبو وهلو لپاره راغلي وو.

د یادو کسانو جسدونه د سیمې د اوسېدونکو له لوري له اوبو رااېستل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په نورو سیمو کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو خلک ډوب کړي او مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام