د بدخشان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په کوکچې سیند کې دوه زدهکوونکي د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
د بدخشان د پولیسو مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوو زدهکوونکو په ګډون درې کسان پرون پنجشنبه د چنګاښ ۲۹مه د کوکچې سیند کې اوبو ډوب کړي وو چې دوه یې مړه شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یو کس سیمه کې د خلکو له لوري ژغورل شوی دی.
د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسانالله کامګار سلاموطندار ته ویلي چې د یوه زدهکوونکي جسد تراوسه نه دی موندل شوی او د پیدا کېدو هڅې یې روانې دي.
دا په داسې مهال دی چې د سلاموطندار له لوري په رسنیو کې له خپرو شویو راپورونو د راټولو شویو معلوماتو له مخې، هېواد کې د تېرو ۲۸ ورځو پرمهال لسو ولایتونو کې ۳۱ کسان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
تازه پېښې هم د روانې اوونۍ د سهشنبې پر ورځ د چنګاښ ۲۷مه لغمان، بامیان او جوزجان کې ثبت شوي چې پر مهال يې اووه کسان اوبو ډوب کړي دي.
هېواد کې د هوا ګرمېدو له امله ډېری کسان سیندونو ته د لامبو وهلو لپاره ځي چې وخت ناوخت له لامبو سره د نه بلدتیا او د اوبو کچې ډېرېدو له امله ورته پېښې رامنځته کېږي.