په غور کې د نشه‌يي توکو د کښت ډېروالي د یاد ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان اندېښمن کړي دي. دوی وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غور کروندګرو پر خپلو ځمکو په ډېره اندازه چرس او تریاک کرلي دي.

د غور اوسېدونکي او مدني فعالان خبرداری ورکوي، که دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو کښت له منځه یو نه‌وړل شي او د حاصلاتو مخه یې ونه‌ نیول شي، ګڼ‌شمېر ځوانان به د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غور کې مدني فعال ذبېح‌الله وايي: «دولتیار ولسوالي ته چې له بهر څخه خلک راغلي، په بې‌مخینې توګه یې چرس او تریاک کرلي دي. موږ دې ته اندېښمن یو او تمه لرو چې اسلامي امارت او د غور محلي اداره یې مخه ونیسي.»

د غور اوسېدونکي او مدني فعالان زیاتوي چې د دغه ولایت په دولتیار او د فیروز کوه ښار لویدیځو سیمو کې ډېر نشه‌يي توکي کښت شوي دي.

په ورته مهال د دولتیار ولسوالي یو‌شمېر کروندګر وايي چې د اصلاح شویو بذري تخمونو د نه‌شتون، د کرنیزو امکاناتو کمښت او وزګارتیا، اړ کړي چې پر خپلو ځمکو نشه‌يي توکي وکري.

د دولتیار ولسوالي یو کروندګر ۳۱کلن محمد عیسي وايي: «موږ اړ یو، په خپلو ځمکو کې مې تریاک کرلي، نه کار شته او نه روزګار. تریاک د ځوانانو روغتیا ته زیان لري. له اسلامي امارت غواړم چې موږ ته پام وکړي. تخمونه دې راکړي، د کچالانو، پیازو او نورو بوټو تخمونه دي راکړي.»

بل‌خوا د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی زعیم وايي چې د نشه‌‌يي توکو کښت په ټول هېواد کې بند دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.

نوموړي وویل: «څوک یې چې تازه کري، اجازه نشته. مجاهدین یې مخه نیسي، که د غور ولایت وي او که د نورو ولایتونو وي. چا ته اجازه نشته چې چرس او نور نشه‌يي توکي وکري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه روښانه نه ده چې سږکال د غور پر څومره ځمکه چرس او تریاک کښت شوي دي. خو د دغه ولایت د اوسېدونکو او مدني فعالانو له څرګندونو ښکاري چې دغه ولایت کې پر ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ جریبه ځمکه باندې چرس و تریاک کرل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام