Asset 1SWN

پکتیا کې روان کال د جرمونو په تور ۵۶۲ کسان نیول شوي

-----------------------------

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د روان ۱۴۰۲ کال پر مهال یې د وژنو، غلاوو او نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو ۵۶۲ کسان نیولي دي.

د یاد ولایت امنیتي مسوولانو دغه څرګندونې سه‌شنبه د کب ۱۵مه، دغه ولایت کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتیا امنیې قومنداني ویاند منیب ځدراڼ په دې خبري ناسته کې وویل چې روان کال دغه ولایت کې د قتل په تړاو ۴۹، د غلا په تړاو ۱۲۳ کسان او پاتې نور بیا د بېلابېلو جرمونو په تورن نیول شوي دي.

نوموړي وویل: «د روان ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تراوسه ټوله پکتیا کې د جنایي پېښو په تړاو ۵۶۲ تنه نیول شوي. په دې کې د قتل ۳۴ قضیې، د مجروحیت ۱۹ پېښې شوې، پنځه د اخلاقي فساد او ۸۶ د غلا پېښې رامنځته شوې چې په تړاو یې ۱۲۳ کسان نیول شوي. همدا شان نورې بېلابېلې جنایي پېښې شوي چې په تړاو یې ټول ۵۶۲ کسان نیول شوي.»

د هغه په وینا، د روان کال په ترڅ کې د تروریزم ضد مدیرت له‌خوا په لسګونه میله سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه شوې دي. په یادو وسلو کې راکټ ، پیکا او دهشکه او نورې هغه شاملې دي.

هغه وویل: «د روان کال له پیل څخه تر اوسه د تروریزم ضد مدیریت لخوا ۱۶۲ میله سپکې او درنې وسلې تر لاسه شوې دي په دې کې راکټ، دهشکه، هاوان، اسپیجنیان،پیکا، کلاشینکوفونه او توپنګچې شاملې دي.همدارنګه ۵ زره او دوه سوه ۲۷ د بیلابیلو وسلو مرمۍ هم تر لاسه شوې دي.»

د پکتیا امنیې قومنداني ویاند منیب ځدراڼ همداراز زیاته کړه چې د پکتیا بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري شاوخوا ۵۴۰۰ جریبه ځمکه هم د چرسو او کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

منیب ځدراڼ وویل: «په روان کال کې د نشه‌یي توکو ۵۲ قضیې ثبت شوې دي. د مرکز په ګډون په بېلابېلو  ولسوالیو کې د نشه‌یي توکو اووه لویې فابریکې کشف او له‌منځه وړل شوې چې په‌کې دوه زره او ۳۱ کیلو ګرامه نشه‌یي توکي هم په‌کې لهمنځه تللي دي. همداشان په ټولو ولسوالیو کې ۴۵۶۴ جریبه ځمکه د نشه یي توکو له کښت څخه تصفیه شوې ده.همدا شان ۳۱۰ نفره په نشه اخته کسان راټول او تداوي شوي دي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې خبري ناسته کې هغه وسلې او مهمات هم رسنیو ته وښودل شول چې د روان کال پر مهال د تروریزم ضد مدیریت له لوري د عملیاتو پر مهال نیول شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام