پر افغان خاورې د پاکستان د هوايي بریدونو وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف وايي چې له افغانستان سره وسلهواله نښته نهغواړي.
نوموړي له «امریکا غږ» سره په یوې مرکه کې ویلي: «زور وروستۍ خبره ده، خو موږ نهغواړو چې افغانستان سره په وسلهواله نښته کې ښکېل شو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه دې مرکه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان او هند ترمنځ به سوداګریز دهلیز هم وتړي، کوم چې دغه هېواد پرې سوداګري کوي.
هغه ویلي: «که افغانستان موږ ته د دښمن په سترګه ګوري، نو موږ ولې دوی ته یو سوداګریز دهلیز ورکړو.»
خواجه اصف زیاته کړې، که افغانستان د پاکستان ضد فعالیتونه مخه ونهنیول شي، دغه هېواد حق لري چې کابل ته د اسانتیاوو له برابرولو لاس واخلي.
د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د خواجه اصف څرګندونو ته کوم غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په وار وار ویلي، چا ته اجازه نهورکوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.