Asset 1SWN

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: زموږ جوړ کړي مجاهدین ترهګر شول

10040000-0aff-0242-bae3-08da5fe83c86_w1200_r1

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله نن د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال وویل چې یاد هېواد له خلکو مجاهدین جوړ کړل، خو هغوی ترهګر شول.

رانا ثنالله همداراز وویل چې د پېښور برید ټول خواشیني کړي او په وینا یې، څوک دې د لاهور او پېښور ترمنځ توپیر نه کوي. نوموړي وویل: «موږ له خلکو مجاهدین جوړ کړل او هغه ترهګر شول، اوس هره ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونه قرباني ورکوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د پاکستان د د فاع وزیر خواجه اصف هم پالمان ته وینا کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد له ترهګرۍ سر د مبارزې جګړه کې یوازې پرېښودل شوی دی.

د خواجه اصف په وینا، پاکستان تل د ځواکمنو هېوادونو سره څنګ کې درېدلی، خو په وینا یې، نن د ترهګرۍ ضد جګړه کې یوازې پاتې شوی دی. د پاکستان د دفاع وزیر د دغه هېواد پارلمان ته د خپلې وینا پر مهال دا هم ویلي چې د دې ترهګرۍ تخم پاکستان کرلی دی.

نوموړي وویل: «موږ په خپله د ترهګرۍ تخم کرلی، هغه مهال چې روسیې پر افغانستان یرغل وکړ او امریکا ته مو خپل خدمتونه په کرایه ورکړل.»

بل‌خوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن کابل کې د یوې ناستې پر مهال وویل چې د پاکستان حکومت دې د پېښور برید په اړه څېړنه وکړي او د ملامتۍ ګوته دې افغانستان ته نه نیسي.

هغه پاکستان ته په خطاب ک ویلي: «پاکستان دې په پېښور کې د وروستۍ چاودنې دقيقه څېړنه وکړي او افغانستان ته دې د ملامتۍ ګوته نه نيسي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د پېښور د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې چاودنې څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل او نږدې ۲۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام