Asset 1SWN

خوست کې د وژل شوي ډاکټر کورنۍ د نوموړي قاتلانو ته د سختې سزا غوښتنه کوي

خوست- ډاکټر

خوست کې د «شېرالله» په نوم د وژل شوي ډاکټر د کورنۍ غړي له حکومت غوښتنه کوي چې د نوموړي قاتلانو ته دې سخته سزا ورکړي.

ډاکټر شېرالله شاوخوا لس ورځې وړاندې د دغه ولايت مرکز اړوند د لکڼو په کوړيانو کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې وژل شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د وژل شوي ډاکټر د کورنۍ غړو پنج‌شنبه د «وري دویمه» د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې يوې خبري ناستې ته وويل، په ياده پېښه کې ښکېل کسان چې دامهال ازاد ګرځي، بايد د امنيتي ځواکونو له‌خوا ونيول شي.

د وژل شوي ډاکټر ورور فيض‌الله فيضي دې ناسته کې وویل چې د ورور قاتل او نور ښکېل کسان دې د اسلامي شريعت سره سم دې په ښکاره سزا ورکړل شي.

په ورته وخت کې امنيتي مسوولان بيا ډاډ ورکوي چې په یاده پېښه کې ټول ښکېل کسان به محاکمه کېږي او د خپل کړي جرم سزا به ويني.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د خوست امنيې قومنداني وياند طاهر احرار سلام‌وطندار ته وويل، هر هغه څوک چې په ښار او کليوالي سيمو کې د شخصي دښمنيو په نوم عامه نظم خرابوي، امنيتي ځواکونه به يې پر وړاندې جدي اقدام کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام