سلام‌وطندار د وړکتونونو له څوارلسو ښځینه ښوونکو سره چې دولسو یې په دولتي وړکتونونو کې کار کاوه او په وروستي یوه کال کې له دندو ګوښه شوې دي. د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د وړکتونونو هغه ښځینه ښوونکې چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، اوس له سخت اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دولتي وړکتونونو دولس ښځینه ښوونکې چې اوس وزګاره دي، له خپل ناوړه اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي او د کارموندنې برخه کې ورته د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

د کابل د «ستاره» دولتي وړکتون ښوونکې زرینا چې د دندې له لاسه ورکولو وروسته یې د خلکو په کورونو کې کار ته مخه کړې وايي، خاوند یې پر نشه‌يي توکو روږدی دی او دا له خپلو کوچنیو ماشومانو سره یوازې ژوند کوي. هغه زیاتوي چې له کوم دلیل پرته له دندې ګوښه شوې او اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بلخ د مرکزي وړکتون ښوونکې صدف او فوزیه چې هرې یوې یې له ۲۰ کلونو ډېر په وړکتون کې کار کړی، هم له خپلو اقتصادي ستونزو سر ټکوي. صدف وايي: «اوس تنقیص شوې یم، کار نه کوم، پر لامل یې نه پوهېږم چې ولې تنقیص شوې یم. هېڅ هیله‌مندي نه لرم، موږ یې پر کور کېنولو او راته یې وویل چې دنده نه‌شي کولای، منفکي یې په لاس کې راکړه، اوس هم کار نه کوم. که دولت وغواړي، هیله‌منده یم، خو که ونه غواړي، پر کور به کېنم. موږ هره یوه د کور نفقه ګټو او ماشومان لرو. نه پوهېږم چې موخه یې څه وه، زموږ ګناه څه وه چې تنقیص یې کړو؟»

فوزیه هم وايي: «په مرکزي وړکتون کې مې کار کاوه، هېڅ پوه نه شوو چې ولې منفک شوو. ومې غوښتل چې ولایت ته ولاړ شوو، څو مو غږ واوري، خو چا اجازه را نه‌کړه. هېچا مو غږ نه‌دی اورېدلی او وزګاره یوو. ویې ویل هېڅ اجازه نشته او تر اوسه مو هېڅ دورازه پر مخ نه‌ده پرانېستې.»

دغه ښوونکې وايي چې تر اوسه د تقاعد وړ هم نه‌دي ګرځېدلي او یوازې یې ورته ویلي چې کار نه‌شي کولای او باید پر کور کېني.

د بلخ د دولتي وړکتون یوه بله ښوونکې شکریه وايي: «نږدې شپږ میاشتې شوې چې په کور کې یوو، تنخوا هم نه لرو او راتلونکې مو هېڅ معلومه نه‌ده. لږترلږه مو دا دومره کلونه چې کار وکړ، د تقاعد غوښتنه مو یې وکړه، را یې نه‌کړ.»

هغه ښوونکې چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، زیاتوي چې حکومت یې د څو میاشتو تنخوا پوروړی هم دی. د دوی په خبره، حکومت یې له منفکولو څو میاشتې مخکې هم تنخوا نه‌ده ورکړې.

په بلخ کې د یوه دولتي وړکتون ښوونکې رڼا چې اوس وزګاره ده، وايي: «موږ پوهنتون او درس لوستی چې خدمت وکړو، خو اوس په کور کې پاتې یوو. ان د یوې میاشتې تنخوا مو هم په دولت پاتې شوی، موږ ته یې هېڅ را نه‌کړل. موږ روحي او اروايي ستونزې پیدا کړي.»

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي که څه هم مني چې یوشمېر ښځینه ښوونکې یې له دندو ګوښه کړي، خو زیاتوي چې وروسته یې د کار اسانتیاوې هم ورته برابرې کړې دي؛ هغه څه چې د وړکتونونو ښوونکې یې په اړه بې‌خبري ښيي.


  1. د سلام‌وطندار موندنې؛ بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعالیت د جواز غوښتنې رد شوي
  2. د سلام‌وطندار موندنې؛ د غور حکومتي مامورین له ځمکوالو باج اخلي
  3. د سلام‌وطندار موندنې؛ قابلې د کاري زمینې له کمښت سره مخ دي

د وړکتونونو یوشمېر ښوونکې داسې مهال له سختو اقتصادي ستونزو سر ټکوي چې هېواد کې له وروستي بدلون او ورسره سم په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته په دولتي او نادولتي وړکتونونو کې د ماشومانو شمېر هم د پام وړ کم شوی او یوشمېر خصوصي وړکتونونه تړل شوي دي.

نبیلې چې په خپلو پیسو یو خصوصي وړکتون جوړ کړی و اوس یې فعالیت درولی وايي، د وړکتون د پر مخ بیولو لپاره یې مالي امکانات نه لرل. هغه چې په وړکتون کې د تدریس تجربه لري او اوس وزګاره ده، د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه شکایت کوي.

په همدې حال کې تمنا چې د کابل په یوه خصوصي وړکتون کې ښوونکې وه، هم د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه شکایت کوي او وايي، ډېره کمه تنخوا اخلي او د ژوند چارې یې پرې نه چلېږي.

بله‌خوا د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې هم د وړکتونونو د ښوونکو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، ښځینه ښوونکې په افغانستان کې زیانمنې دي او تل له پامه غورځول شوې دي.

د ښځو حقونو فعاله حمیرا فرهنګ‌یار وايي: «له بده مرغه بې‌وزلۍ په افغانستان کې د کمزورو اقتصادي زېربناوو له کبله زیانمن کړي او ښوونکي هم ترې زیانمن شوي دي. ښوونکي د یوې ټولنې بنسټ جوړوي او تل یې تر ټولو کمه تنخوا اخیستې ده. که یو ښوونکی له اقتصادي اړخه ارام نه وي، د وطن بچیان به څنګه روزي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله نسرین حمیدي هم وايي: «د ښوونکو وضعیت رښتیا هم اندېښمنوونکی دی؛ ځکه یوازې اته زره-‌نهه زره افغانۍ تنخوا اخلي، هغه هم په ډېرو ستونزو سره چې ساعتونه د بانکونو مخې ته ولاړ وي او یوه میاشت یې تنخوا ځنډېږي. دغو پیسو ته هم خوشحاله وي چې میاشتنی لګښت پیدا کوو.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا د ښوونځیو او وړکتونونو د ښوونکو د ستونزو د حل خبر ورکوي او ژمنه کوي چې ژرترژره به یې ستونزې حل شي. هغه زیاتوي: «یوازې د ښوونکو ستونزه نه ده، ټولیزه ده. هیله ده چې وضعیت ښه شي او د ښوونکو تنخواوې لوړې شي. هغه ښوونکي چې دندو ته نه ځي، تقاعد دي، د متقاعدانو ستونزې به انشاالله تر یوه بریده حل شي.»

د یادونې ده چې د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیت له لګولو وروسته د ښوونځیو او وړکتونونو په ګډون، هغه ادارې هم اغېزمنې شوي چې د ښځو اړوند برخو کې یې کار کاوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام