د موضوع بیان

په نننۍ نړې کې د زده‌کړو حق د بشري حقونو تر ټولو بنسټيز حق ګڼل کېږي چې ټولو هېوادونو او دولتونو نه یوازې منلی، بلکې ملاتړ یې کوي او د یوه بنسټیز بشري حق په توګه منلو کې یې هېڅ شک نشته. دغه حق د بشري حقونو په بېلابېلو سندونو کې تایید شوی او په زده‌کړو کې د جنسیت له مخې توپیري چلن د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې په لومړي بند کې چې په ۱۹۴۸ کې تصویب شوې، لیکل شوي: «هر څوک حق لري چې له ښوونې او روزنې برخمن شي.» همدارنګه، یونسکو د زده‌کړو برخه کې د توپیري چلن د مخنیوي په اړه ویلي: «بې‌برخې کول، هر ډول توپیري چلن، محدودول، د جنسیت، مذهب، رنګ، سیاسي او اقتصادي تړاو له مخې توپیري چلن چې د زده‌کړو په هره کچه کې د زده‌کړو له حق څخه د یوه کس یا ډلې د بې‌برخې کېدو لامل شي، په زده‌کړو کې توپیري چلن دی.»

خو د ا.ا سرپرست حکومت کابینې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په اته‌ویشتمه په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو ځنډولو ته مثبته رایه وراکړه او د همدې میاشتې په ۲۹مه یې په اړه د هېواد ټولو پوهنتونونو ته مکتوب ولېږل شو چې د نجونو پر زده‌کړو تر بل امر پورې بندیز لګېدلی چې پر بنسټ یې د لیندۍ په دېرشمه افغان نجونې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له دروازو را وګرځول شوې.

د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د افغان نجونو د وضعیت او برخلیک په اړه هېڅ څېړنه نه‌ده شوې. د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې د افغان نجونو زده‌کړیالانو د وضعیت ارزولو په موخه په ۲۷ ولایتونو کې سروې کړې او د ۳۰۷ ښځینه زده‌کړیالانو وضعیت په‌کې ارزول شوی دی.

د څېړنې مخینه

کورنیو او بهرنیو رسنیو د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو په اړه بې‌شمېره راپورونه خپاره شوي او په‌کې جوته شوې چې دغه بندیز پر اروايي ستونزو د نجونو د اخته کېدو لامل شوی دی، خو داسې راپور چې پر شمېرو ولاړ وي او د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د نجونو پر وضعیت تمرکز وکړي، نه‌دی جوړ شوی.

سلام‌وطندار د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د افغان ښځینه زده‌کړیالانو د وضعیت ارزولو په موخه په ۲۷ ولایتونو کې له ۳۰۷ ښځینه زده‌کړیالانو سره مرکې کړي، څو پر بنسټ یې د هغوی وضعیت تحلیل کړي. یاد شمېر زده‌کړیالانو په انلاین ډول په دې سروې کې ګډون کړی او د څېړنې پوښتنې یې ځواب کړې دي.

اصلي پوښتنې

لومړۍ: ښځینه زده‌کړیالانې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته پر کوم برخلیک اخته شوي؟

دویمه: ښځینه زده‌کړیالان د خپلې راتلونکې په اړه څه تصور او تصمیم لري؟

درېیمه: د حکومت په اړه د ښځینه نجونو نظر څه دی او د پوهنتونونو بیا پرانېستل کېدو ته څومره هیله‌مندي لري؟

د څېړنې موخې

۱ـ د یوې کُلي موخې په توګه د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د ښځینه زده‌کړیالانو د وضعیت ارزول.

۲ـ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د ښځینه زده‌کړیالانو د بوختیاوو په اړه د شمېرو وړاندې کول.

۳ـ راتلونکې ته د ښځینه زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچې ارزول.

د څېړنې موده

دا څېړنه په ۴۱ ورځو (د نومبر له پنځلسمې د ډسمبر تر یوویشتمې پورې) شوې ده.

د څېړنې ډول

دا څېړنې په کمي ډول شوې او پوښتنې په ګوګل ډاکومېنټ کې ځای پر ځای شوي او بیا ټولو ګډونوالو ته په انلاین ډول ورلېږل شوې دي. دغه راز، د SPSS پروګرام پر بنسټ، تحلیل او تجزیه شوې دي.

د څېړنې پر وړاندې خنډونه

د افغانستان غوندې ټولنه کې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار وضعیت ته په پام د یوې بنسټيزې او مهمې موضوع په اړه هر ډول څېړنه سخته او له ننګونو سره مل ده؛ په تېره د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د افغان نجونو د وضعیت ارزولو موضوع په اړه څېړنه چې تل په کور دننه او بهر د خبرونو سرټکي ګرځېدلې. دغو ټکو ته په پام هغه ننګونې دلته لیکو چې د څېړنې پر مهال ورسره مخامخ شوي یوو.

۱ـ د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د ښځینه زده‌کړیالانو د وضعیت ارزول یوه سخته او له ننګونو ډکه موضوع ده؛ ځکه ډېرې کمې نجونې له موږ سره د خپل وضعیت په اړه معلومات شریکول.

۲ـ ډېری ښځینه زده‌کړیالانو چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د خپل هویت ښودلو په اړه یې اندېښنې لرلې.

۳ـ د ښځینه زده‌کړیالانو د ناهیلۍ کچه لوړه ده او همدا لامل و چې په ډېرې سختۍ په دې سروې کې ګډون ته حاضرې شوې.

۴ـ د څېړنې لپاره د نجونو موندل یوه بله ننګونه وه؛ ځکه ښځینه زده‌کړیالانې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته سره تیتې شوې دي. همدا لامل و چې یوه یوه نجلۍ مو پیدا او بیا ترې د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

د څېړنې متغیرونه

د پوهنتونونو تړل کېدل، د ښځینه زده‌کړیالانو وضعیت، راتلونکې ته د ښځینه زده‌کړیالانو هیله‌مندي.

د راپور لنډیز

د دې سروې ډېری ګډونوالو له ۱۸ تر ۲۴ کلونو پورې عمر درلود. له ۳۰۷ ښځینه زده‌کړیالانو سره د مرکو پر بنسټ د دغه راپور موندنې ښيي چې ۵۲،۱ سلنه نجونې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته پر کور ناستې دي. ۹۵،۴ ښځینه زده‌کړیالانو ویلي، که له هېواده بهر ورته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي، غواړي په بهر کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. همدارنګه، ۷۶ سلنه ګډونوالو بیا ویلي چې خپله راتلونکې ورته تیاره ښکاري. ۴۵ سلنه ښځینه زده‌کړیالانې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو په اړه د ا.ا د سرپرست حکومت پرېکړې ته په تمه دي او ۳۸ سلنه یې بیا د پوهنتونونو بېرته پرانېستل کېدو ته هېڅ هیله‌مندي نه لري.

بشپړ راپور

د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د ښځینه زده‌کړیالانو د وضعیت ارزولو په موخه دا سروې کړې ده.

دا سروې په ۲۷ ولایتونو کې له ۳۰۷ ښځینه زده‌کړیالانو سره د مرکو پر بنسټ شوې چې کابل د ۳۳،۲ سلنه ګډونوالو په لرلو سره مخکښ و او نورستان، فاریاب، سرپل، روزګان، پکتیکا او بادغیس بیا د ۰،۳ سلنه ګډونوالو په لرلو سره تر ټولو کمه سلنه لرله.

د دې سروې ۸۱ سلنه ګډونوالې د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر لري.

د سروې موندنې ښيي چې ۵۲ سلنه نجونې له کوم پلان او کار پرته پر کور ناستې وې، ۹ سلنه یې کډوالې شوي، ۶ سلنه یې ودونه کړي او ۳۳ سلنه نورو ویلي چې په دې موده کې یې لنډمهاله ښوونیزو او کاري پروګرامونو کې ګډون کړی دی.

همدا ډول، ۹۵،۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې د خپلو زده‌کړو دوام لپاره چمتو دي چې کډوالۍ ته مخه کړي.

دغه راز، ۴۱، ۴ سلنه ګډونوالو ویلي، که پوهنتونونه یې خلاص نه‌شي، په پام کې لري چې د ډاکټرۍ څانګې په نیمه‌ عالي موسسو کې زده‌کړې وکړي. ۲۶،۷ سلنه نورو بیا ویلي غواړي چې له شپږم ټولګي څخه ټیټو نجونو ته تدریس وکړي، ۸،۱ سلنه نجونو ویلي چې د سوداګرۍ او صنایعو برخه کې کار ته به ملا وتړلي او ۲۴ سلنه نورو بیا د دې پوښتنپاڼې د «هېڅ یو» ځواب غوره کړی دی.

  • د ښځو د درملنې لپاره نیمه عالي زده‌کړې
  • له شپږم ټولګي څخه ټیټو نجونو ته تدریس
  • هېڅ یو
  • د سوداګرۍ او صنایعو برخه کې کار

په دې سروې کې د پوهنتونونو د پرانېستل کېدو په اړه د ښځینه زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچه هم ارزول شوې او ۴۵ سلنه ګډونوالو ویلي چې پرانېستل یې د حکومت له پرېکړې سره تړلي، ۳۸،۵ سلنه یې ویلي چې پرانېستل کېدو ته یې هیله‌مندي نه لري او ۱۶،۵ نورو بیا ویلي، هیله لري چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.

د دې تر څنګ، په دې سروې کې د راتلونکې په اړه د ګډونوالو نظر هم ارزول شوی چې ۷۶ سلنه یې ویلي چې ناڅرګنده راتلونکې په مخ کې لري، ۱۳ سلنه ویلي چې په راتلونکې کې به له ستونزو سره مخامخ شي، ۸ سلنه یې ویلي چې په خپلو هڅو به راتلونکې جوړه او ۱،۳ سلنه هم ویلي چې غواړي ودونه وکړي او پر خپل خاوند به تکیه کوي.

وړاندیزونه

۱ـ د دې نظرپوښتنې پایلو او شمېرو ته په پام، سرپرست حکومت ته وړاندیز کېږي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانېزي او د پوهنتونونو تر پرانېستل کېدو پورې د هغوی د عامه پوهاوي کچې لوړېدو په موخه بدیل پروګرامونه په پام کې ونیسي.

۲ـ له نړیوالو بنسټونو غواړو چې د افغان ښځینه زده‌کړیالانو د وړتیا ضایع کېدو مخنیوي لپاره ښوونیزې، فرهنګي، کاري او د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

۳ـ ښځینه زده‌کړیالانو ته وړاندیز کوو چې د پوهنتونونو تر پرانېستل کېدو پورې د بدیلو پروګرامونو له لارې د خپلې وړتیا پر لوړولو کار وکړي او پر موخو ولاړ ژوند ته دوام ورکړي.

۴ـ کورنیو ته هم وړاندیز کېږي چې په دغو شرایطو کې د خپلو لوڼو او خویندو هراړخیز ملاتړ وکړي او په کورونو کې ورته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

۵ـ له څېړونکو، څېړنیزو بنسټونو او رسنیو غوښتل کېږي چې د ښځینه زده‌کړیالانو د وضعیت په اړه نورې څېړنې وکړي او د دې موضوع بېلابېل اړخونه راوپلټي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام