Asset 1SWN

د «افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ» د خپلې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې

عکس گزارش سلیمه

د «افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ» مسوولانو کابل کې «یکشنبه، لیندۍ پنځمه» د یوې خبري ناستې پر مهال د ښځینه خبریالانو وضعیت په اړه د خپلې کړې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې.

د یاد بنسټ مسوولانو په وینا، په دې نظرپوښتنه کې ۲۰۰ ښځینه خبریالانې د دوی وضعیت په اړه پوښتل شوي چې ۹۰سلنه یې دا مهال په رسنیو کې پر کار بوختې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په نظرپوښتنه کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د شته ننګونو او له ستونزو د حل لارو چارو په اړه خبریالانې پوښتل شوې دي.

د «افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ» مسوولې مینه حبیب وویل: «د شته ننګونو برخه کې ۴۵ ګډونوالو وزګارتیا او په کورناستي، لس سلنه اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي او اووه سلنه رسنیو کې د شغلي او رواني خوندیتوب او امنیت نشتون سترې ننګونې بللې دي او دوو سلنو بیا د حجاب او ماسک کارول محدودیت ګڼل دی.»

یاد بنسټ د خپلې نظرپوښتنې موخه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د شته خنډونو رابرسېره کولو او د حل لارو موندل په ګوته کړې دي.

د دې بنسټ مسوولې همداراز سلام‌وطندار ته وویل: «موخه مو دا وه چې د دوی پر وړاندې ننګونې پیدا کړو، څو زموږ بنسټ یې د حل لپاره اقدام وکړي چې ډېری یې له بد اقتصادي وضعیت کړېږي، ځکه د تحول زیانمن قشر دی او باید همکاري ورسره وشي.»

په نظرپوښتنه «سروې» کې پوښتل شویو خبریالانو د دوی پر وړاندې د شته ننګونو د حل یوازینۍ لار مالي ملاتړ، رسنیو کې د جنسیتي تبعیض له‌منځه وړل او د ښځینه خبریالانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول په ګوته کړې دي.

ښځینه خبریالانې که څه هم شته ننګونې تاییدوي، خو وايي چې د ورته سروې کېدل به د پام وړ پایلې ونه‌لري.

یوې ښځینه خبریالې هاجرې سلام‌وطندار ته وویل: «اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ډېرې ستونزو لرو چې دا د ښځینه خبریالانو د کار ارزښت کمېدو او  له امله یې د معاش کمښت لامل کېږي. بل‌خوا دا پروګرام او د شمېرو وړاندې کول د چا په درد نه‌لګېږي او پایله هم نه‌لري.»

یوه بله خبریاله زرغونه وايي چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې رسنیو کې کار کوي، خو په وینا یې، بودیجې کمښت له امله څوک کار نه‌ورکوي. «اړ و چې له معاش پرته کار وکړو، هیله ده چې دا سروې موږ ته د حل لاره پیدا کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د رسنیو ملاتړو بنسټونو راپور ورکړی چې هېواد کې له سیاسي تحولاتو راپدېخوا ۲۷۵۰ ښځو رسنیو کې فعالیت کاوه چې له ډلې یې اوس ۵۴۵ فعالې دي. په رسنیو کې د فعالو مېرمنو له منځه یې بیا ۲۸۸ خبریالانې او پاتې د رسنیو کارکوونکي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام