Asset 1SWN

تازه نظرپوښتنه؛ هېواد کې د ۴۷۶رسنیو له ډلې ١٨٦ يې فعاليت پريښى

 د افغانستان د «خبریالانو ملي خونې» مسوولانو نن کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په وروستیو شلو کلونو کې په ځانګړې توګه د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته، خبریالان او د افغانستان د رسنیو ټولنه زیانمنه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو ملي خونې بنسټ رییس سیدیاسین متین په دې غونډه کې چې د دغه سازمان د تازه نظرپوښتنې د پايلو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه وويل چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې ۲۰۶۹ رسنیو د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی. دغه بنسټ د افغانستان د ټولو رسنیو له ډلې څخه په ۳۴ ولایتونو کې ۴۷۶ رسنۍ یې سروې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د خبریالانو د ملي خونې مشر وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د سروې شویو رسنیو له ډلې څخه ۱۸۶ یې خپل فعالیت درولی دی. د هغه په وینا، د اوږدمهاله اقتصادي پروګرامونو نه‌شتون او رسنیو کې د تجربه لرونکو کارکونکو کمښت د رسنیو د غیرفعاله کېدو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي.

دا نظرپوښتنه داسې مهال ترسره کېږي چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړ چې ښيي د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې نږدې ۳۰۰ رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام