د خبریالان د خوندیتوب نړیوالې کمېټه وايي چې افغانستان کې رسنۍ په خورا بد وضعیت کې دي. د دې کمېټې د موندنو له مخې، په داسې حال کې چې افغان رسنیو په تېرو دوو لسیزو کې ښې لاسته‌راوړنې درلودې، خو اوس د بندیزونو له یوه نوي پړاو سره مخ دي.

په ورته مهال افغانستان کې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وايي چې د اسلامي امارت استخباراتي ادارو په وار وار د رسنیو په چارو کې یې مداخله کړې او له چارواکو سره یې تند چلن کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړی سیدعلي اصغر اکبر‌زاده وايي، دوی په کراتو د اسلامي امارت د استخباراتي ادارې پر وړاندې درېدلي او د خبریالانو له حقونو څخه یې دفاع کړې ده.

د نوموړي په خبره، که څه هم په ډېری برخو کې د اسلامي امارت چارواکو له دوی سره تند چلن کړی او خبرداري یې ورکړي، خو دوی یې له وېرې پرته پر وړاندې درېدلي دي.

بل‌خوا د خبریالانو د خوندیتوب په کمېټه کې د خبریالانو د قضیو د څېړنې برخې مسوول جمیل وقار سلام‌وطندار ته وايي چې افغانستان کې د حکومتي او رسنیزو جوړښتونو نشتون، د رسنیو مالي ستونزې او اطلاعاتو لږ لاسرسی، هغه ننګونې دي چې خبریالان او رسنۍ ورسره مخ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت له راتلو سره هم‌مهاله په هېواد کې ګڼ‌شمېر رسنۍ د ګواښونو او مالي ستونزو له کبله له فعالیت څخه لوېدلي او یا هم اړ شوي چې خپل نشرات ودروي. د رسنیو له تړلکېدو سره سم په هېواد کې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام