د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار) د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د درسي انګېزې او راتلونکې ته د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍکچې په اړه د خپلې یوې سروې پایلې نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ډاکیزه کړې. دغه سروې د روان کال په غويي او غبرګولي میاشتو کې ترسره شوې ده.

یاده سروې د پنځو (کابل، بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار) ولایتونو په ۱۸ خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې له ۲۷۵ زده‌کړیالانو او ۳۸ استادانو سره د مرکې په بڼه شوې ده. د سروې پایلې ښيي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د ۷۳سلنه زده‌کړیالانو درسي انګېزه کمه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سلام‌وطندار  د خبر څانګې مسوول ګل‌محمد ګران د یادې سروې د پایلو د اعلان په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغه سروې د ترسره کولو څخه یې موخه هېواد کې د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې او کاري او زده‌کړو ته د دوی د هیله‌مندۍ معلومول وو.

نوموړي وویل: «له دغه سروې څخه مو موخه دا وه چې هېواد کې د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې او د زده‌کړو او کاري راتلونکې لپاره د دوی د هیله‌مندۍ کچه معلومه کړو او  هېواد کې د تحصیلي وضعیت ښه‌والي لپاره له لوړو زده‌کړو وزارت سره د دغې سروې پایلې شریکې کړو.»

په دغه سروې کې همداراز کاري او د زده‌کړو راتلونکې لپاره د زده‌کړیالانو د هیله‌مندۍ کچه او د تدریس او علمي ځېړنو لپاره د پوهنتون د استادانو انګېزه څېړل شوې ده.

کومو استادانو چې دغه سروې کې ګډون کړی، ۵۶سلنه هغو ویلي، د تدریس لپاره هېڅ انګېزه نه‌لري او یا یې هم انګېزه کمه شوې ده.

۷۴سلنه نورو استادانو ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د درسي موادو برابرولو او څېړنو لپاره فرصتونه او شرایط کم شوي او یا هم ورته پوره وخت نه‌لري.

دې سره د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې دغه سروې کې وړاندیز شویو ننګونو ته یو لړ وړاندیزونه هم کړي دي.

د سلام‌وطندار راډیو ایډېټوره بهشته محمدي وايي، اسلامي امارت دې د لوړو زده‌کړو په برخه کې څېړونکو او راپور جوړوونکو ته د څېړنو لپاره د زمینې برابرولو ترڅنګ، د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې د کمېدو څرنګوالی هم وارزوي او د حل لپاره دې اقدام وکړي.

نوموړې وویل: «موږ لوړو زده‌کړو وزارت، څېړونکو او راپور جوړونکو ته مو ړاندیز دا دی چې لوړو زده‌کړو وزارت دې د لوړو زده‌کړو په برخه کې د څېړنې زمینه برابره کړي. له بده‌مرغه موږ د دغې سروې پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوې یو.»

د غونډې ګډونوالو او د رسنیو فعالانو دغې نظرپوښتنې څخه د هرکلي ترڅنګ، هېواد کې د ستونزو د حل په برخه کې د دغه ډول څېړنو ترسره کېدل ګټور بولي.

د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د مشرتابه غړي سید علي‌اصغر اکبرزاده وویل: «دا سروې د څېړنیز ژورنالیزم په برخه کې یو ستر کار دی. دغه راپور لوړو زده‌کړو وزارت لپاره د کار لاره هواده کړه.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان چې دغه غونډه کې یې ګډون کړی ډاډ ورکوي، د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې د کچې کمېدو ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت سرپرست سیداسماعیل روحاني وویل، د اړتیا پر مهال به دې برخه کې کمېټه هم رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې سروې کې د ۱۸ پوهنتونونو له زده‌کړیالانو سره چې ۹ یې دولتي او ۹ یې خصوصي پوهنتونه دي مرکې شوي دي. همدارنګه نهه پوهنتونونه له کابل او نهه نورهم له ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو څخه غوره شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام