هېواد کې وزګارتیا، نامعلومه راتلونکې او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ډېری افغانان په ځانګړي توګه ځوانان له هېواد څخه د وتو په لټه کې شي.

هرات او نیمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ پرې ګڼ‌شمېر ځوانان په قانوني او ناقانوني توګه دغه هېواد ته اوړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم بهر ته د تلونکو کسانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د رپوټونو پربنسټ، د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې دا شمېر د تېر په پرتله زیات شوی چې لاملونه یې هم اقتصادي ستونزې، وزګارتیا او وېره په ګوته کېږي.

۲۸ کلن عبدالقیوم د کندهار اوسېدونکی دی. نوموړی وايي چې د کمپیوټرساینس په برخه کې د لېسانس تر کچې لوړې زده‌کړې کړي، خو وزګارتیا او غربت مجبوره کړی چې د کار کولو لپاره هېواد څخه بهر د وتو لارې ولټوي.

نوموړي وویل: «ما کندهار پوهنتون کي د کمپیوټر ساینس پوهنځي کي تر ليسانس پوري زده‌کړي کړي. په وار وار مي د کار غوښتنه کړي، خو راته پیدا شوې نه ده، نو اوس مجبور یم چي له هېواد څخه د تېښتې په لټه کي شم.»

د کندهار اوسېدونکی امان‌الله بیا هغه ځوان دی چې تر ډېرو سختیو وروسته توانېدلی چې ايران ته په قاچاقي لاره لاړ شي او هلته مزدوري پیل کړي.

نوموړي وویل، ۸ میاشت مخکې د دې لپاره چې هېواد کې ورته د کار زمینه نه وه برابره او د کورنۍ مصارف يې نه شو پوره کولی، هېواد څخه د وتو هوډ یې وکړ.

نوموړي وویل: «تر دولسم ټولګي مي زده‌کړي کړي ۹ مياشتي کېږي چې له افغانستانه ايران ته راغلي يم، په کار اخته يم، په دې خاطر د افغانستان څخه دلته راغلم چې په افغانستان کې د کار زمينه نه وه برابره، کور زموږ څخه مصارف غوښتل مجبوره شوم چې دلته راشم او مزدوري وکړم، خو که بېرته افغانستان کې د کار زمينه برابره شي، افغانستان ته ځم، ځکه هغه مې خپل وطن دی.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان هېواد کې روان اقتصادي او کاري وضیعت اندېښمنوونکی بولي او وايي، که اسلامي امارت ورته حل‌لاره پیدا نه کړي، د جنايي جرمونو د زیاتوالي ترڅنګ به له هېواد څخه د ځوانانو د تېښتې شمېر تر دې هم زیات کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه بریالي سمسور سلام‌وطندار ته وويل: «تر ټولو سخترین حالت په نړۍ کي لوږه ده، کله چي څوک دې حالت ته څوک ودرېږي چي اولادونه يې ډوډۍ نلري، نو بېلابېلو جرمونو ته لاس اچوي او حتا له هېواد څخه تېښته رامنځته کيږي.»

له دې سره د اسلامي امارت چارواکي ډاډ ورکوي چې هېواد کې د وزګارتیا کچې کمولو لپاره پر یو لړ پروګرامونو کار کوي. د کندهار ولایت ویاند حاجي زید سلام‌وطندار ته وويل، تېر یوه کال کې بېلابېلو ریاستونو او مرستندویه موسسو زرګونه ځوانان جذب کړي او دا لړۍ روانه ده.

نوموړي وویل: «د کندهار ولایت مقام ټولو ځوانانو ته ډاډ ورکوي چي ورته به خپل وطن او ولایت کي کاري زمینه برابره کړو، دا زموږ وظيفه ده او د مشرتابه له‌خوا څخه امر دی چې په خپله وطن کندهار ښار کې ورته د کار زمينه برابره کړو.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د بېکاري او اقتصادي ستونزو له امله هېواد څخه وتلي افغانان په کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام