سوېل ختیځ زون پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتو کې یو‌شمېر خبريالان او د رسنيو مسوولان وايي، په تېرو درېوو مياشتو کې تر سلو زيات خبريالان چې چاپي، راډيوګانو او انځوريزو رسنيو سره یې کار کاوه، وزګاره شوي او يا هم پرته له کوم امتياز څخه رسنیزې چارې مخ ته وړي.

دوی وویل چې یوازې خوست او پکتیکا کې د اقتصادي ستونزو له امله ۱۳ چاپي رسنۍ او ۳ محلي راډيوګانې تړل شوي چې ورسره شاوخوا ۸۰ خبريالان بې‌روزګاره شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د پکتيکا او خوست کې دوه خبريالان روان نورزی او خيرالله ذکي وايي چې په اوسنیو شرایطو کې یوه داسې رسنۍ هم نشته چې خپل خبریال او کارکوونکي ته معاش ورکړي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي چې یوازې په پکتیا ولایت کې له تېر درېوو میاشتو راهیسې ۲۵ خبریالان اړ شوي چې خپلې دندې پرېږدي.

د پکتيا د پريس کلب مشر فريدالله احمدزی وايي، اقتصادي بحران لامل شوی چې يو‌شمېر رسنۍ خپلو کارکوونکو ته معاشونه ور نه شي کړای. هغه وايي، که وضعيت همداسې دوام وکړي، د نورو زیاتو رسنيو د بنديدو امکان شته.

سوېل ختيځ ولايتونو کې ځايي مسوولان وايي، په بشپړ ډول یې د رسنیو امنيت خوندي کړی او خبريالانو هم د رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله دندې پرېښي دي.

د پکتيا د اطلاعاتو فرهنګ رئيس خالقيار احمدزی زیاتوي چې د اسلامي امارت  له لوري پر دوی بندیز نه دی لګول شوی او هغه رسنۍ چې په دې ولایتونو کې تړل شوي، لامل یې اقتصادي ستونزې دي. نوموړي د رسنیو له مسوولانو غوښتنه وکړه، هره برخه کې چې دوی یې غواړي خپل فعالیتونه دې بېرته پیل کړي او اسلامي امارت یې د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتيا کې دامهال يوازې د ملي راډيو په ګډون ۴ راډيوګانې، خوست کې ۱۳ راډيوګانې، ۴ خصوصي تلويزونونه او پکتيکا کې ۳ راډيوګانې فعاليت لري چې له هغې ډلې په دغو درېوو ولايتونو کې ټولې ۲۰ چاپې رسنۍ بندې شوي او پکتيکا کې بيا درېوو سیمه‌ییزو راډيوګانو د اقتصادي ستونزو له کبله فعاليت درولی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام