په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، ټاکل شوې چې د دغه سازمان امنیت شورا نن د افغانستان وضعیت څېړنې په موخه غونډه جوړه کړي.

یوناما ویلي چې تمه ده دغه ناسته نن د افغانستان په وخت ۷:۳۰ دقیقې پیل شي او مشري به یې د ناروې لومړی وزیر یوناس سټوره پر غاړه ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپانې له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوترېش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر انیکن هویتفلډ به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه رپوټ وړاندې کړي.

د افغانستان وضعیت څېړنې په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه ناسته یوه ورځ وروسته د اوسلو درې ورځنۍ ناستې څخه جوړېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د افغانستان په اړه هر ځای کې جوړېدونکې غونډه د افغانانو په ګټه بولي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، اسلامي امارت تمه لري چې د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه کې د افغانانو د کنګل شویو پیسو ازادولو لپاره همکاري وشي، اسلامي امارت سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره ګامونه واخیستل شي او له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د چارواکو نومونه واېستل شي.

د اوسلو ناسته د اسلامي امارت د پلاوي سربېره، د افغانستان مدني ټولنې او د امریکا، بریټانیا، ناروې، المان، ایټالیا، فرانسې او اروپايي ټولنې د استازیو په ګډون د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ پیل شوه چې درې ورځې یې دوام وکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر انیکن هویټفلډ ویلي چې د اوسلو په ناسته کې د نړیوالو ټولنې له لوري اسلامي امارت څخه د بشر او ښځو حقونو، سیاسي خپلواکۍ او ټول‌ګډونه حکومت په برخه کې روښانه غوښتنې وړاندې شوي او اوس به وکتل شي چې اسلامي امارت به دغو غوښتنو ته څنګه ځواب ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام