یوشمېر متقاعدینو نن شنبه د چنګاښ ۳۱مه کابل کې د مالیې وزارت مخېته اعتراض وکړ او خبرداری یې ورکړ، که حقوق یې ورنهکړل شي، ځان او د کورنۍ غړیو ته به اور ورته کړي.
یوه اعتراض کوونکي میرویس سلاموطندار ته وویل چې په وار وار د حقوقو ترلاسه کولو لپاره مالیې وزارت ته ورغلی، خو په وینا یې، هر ځل تش لاسونه کور ته تللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «هر ور مې چې وټکاوه، منفي او مثبت ځواب یې نه دی معلوم، که حق مو راکوي، حق مو دی حلال دی، که یې نه راوکوي، موږ ورته ضربالعجل ټاکوو، ټول دې حد ته رسېدلې یو چې ځان ته اور واچوو او خپله کورنۍ هم سرک ته راوباسو او اور ورته کړو.»
یوه بل اعتراض کوونکي فیضالله هم وايي چې د تقاعد نه ورکړې له امله اړ شوی چې د خپل کور توکي وپلوري او خپلې اړتیاوې پرې برابرې کړي.
هغه وویل: «درې کاله کېږي چې سمه خبره مو نه ده اورېدلې، نن او سبا کوي، خلک تېرباسي، که زموږ حق رانهکړل شي اړ یو چې ځانته اور ورته کړو.»
یو بل اعتراض کوونکی محمدعمري چې نږدې ۴۰ کاله یې په دولتي بنسټونو کې دندې کړي، له امارت غواړي چې حقوق یې ورکړي.
نوموړي وویل: «ټول متقاعدین درې کاله کېږي چې پر سرکونو ګرځوو او د امارت مشران زموږ غږ نه اوري او زموږ غوښتنو په اړه پرېکړه نه نیسي.»
هڅه مو وکړه چې دې برخه کې د مالې وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅه سره سره بریالي نهشو.
نږدې یو کال وړاندې د متقاعدینو د حقوقو ورکړې طرحه د ا.ا مشرتابه ته د منظورۍ لپاره لېږدول شوې، خو تراوسه دغه طرحه نه توشېح شوې او نه یې هم برخلیک روښانه شوی دی.