سلام‌وطندار د هېواد په څلور ولایتونو کې له ۲۳ سوداګرو مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د یادو سوداګرو مېرمنو له ډلې څخه یې د ۱۷ سوداګرو مېرمنو کاروبار له رکود سره مخ شوی او یا هم رکود سره مخ دی.

یادو سوداګرو مېرمنو سلام‌وطندار سره مرکو کې ویلي، د سرپرست حکومت له لوري د ښځو کار مخنیوي او نورو برخه کې محدودیتونه لامل شوي چې د پلور کچه یې په بې‌‌مخینه توګه ولوېږي او عواید یې د پام وړ کم شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه سوداګرې مېرمنې خبرداری ورکوي، که روان وضعیت دوام پیدا کړي، ښايي له خپلو سوداګریزو فعالیتونو لاس واخلي. سلام‌وطندار په کابل، غور، هرات او سمنګان کې له ۲۳ سوداګرو مېرمنو سره مرکې کړې دي.

سلام‌وطندار سره مرکو کې یادو سوداګرو مېرمنو همداراز کورنیو نندارتونونو کې د دوی پر ګډون د محدودیتونو له امله اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د ښځو پر سفر د محدودیتونو په دلیل هم نشي کولای بهرنیو نندارتونونو کې ګډون وکړي.

مرکه کوونکو سوداګرو مېرمنو د مرکو په ترڅ کې په ډاګه کړې چې تفریحي پارکونو او سیمو ته د ښځو پر ورتګ له بندیز وروسته د دوی د توکو بازار هم کم‌رنګه شوی دی. په یادو تفریحي سیمو او پارکونو کې د ښځو لپاره ځانګړې هټۍ شتون لري.

په ورته مهال هېواد کې د ښځو کار مخنیوی یو له هغو لاملونو ګڼل کېږي چې له امله یې د یادو سوداګرو مېرمنو کاروبار له رکود سره مخ کړی دی.

دغه سوداګرې مېرمنې وايي، که څه هم هېواد کې د مېرمنو لپاره د فعالیت یوازینی ډګر صنعت او سوداګري ده، خو په وینا یې، د نظام بدلېدو سره هم‌مهاله یاده برخه کې هم ورځ تر بلې پر ښځو کړۍ راتنګېږي.

کابل کې د اطلس شرکت رییسه صالحه سخي‌زاده وايي چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته د سوداګرو مېرمنو کاروبار خراب شوی او په وینا یې، هغه جامې چې دوی په خپل شرکت کې تولیدوي، بیه یې خورا ټيټه شوې.

نوموړې وویل: «د کار بازار ښه نه دی. دا دوه کاله چې تحولات راغلي، د کار بازار مو ډېر خراب شوی او له رکود سره مخ یو او زیان مو لیدلی دی. کاروبار مو دیوالي شوی. محدودیتونه رامنځته شوي او ننګونې مو پر وړاندې پرتې دي.»

په ورته مهال وحیده سلطاني چې د کابل باغ‌ بابر سیمه کې د «افغاني ګند او هزارګي جامو» هټۍ‌ لري، وايي، له دې جامو یې ښه عاید درلود، خو په وینا یې، اوس یې خرڅلاو کم شوی او د هټۍ کرایه هم پرې تاوان ده.

هغې وویل: «ټولې ښځې یې بندې کړي او نور خرڅلاو نه‌لرو. همدا اوس د هټۍ کرایه له خپله جېبه ورکوو او تاوان ده راباندې. خرڅلاو مو صفر دی او موږ هم خپل کار په زور مخته وړو.»

د هېواد په څلورو ولایتونو «کابل، غور، هرات او پروان کې د سلام‌وطندار له لوري له ۲۳ سوداګرو مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې په ډاګه شوې چې تفریحي ځایونو کې د ښځو پر ورتګ بندیز هم د دوی پر کاروربار په مستقیمه توګه اغېز کړی دی.

د کابل په باغ‌بابر کې د خواهران د لاسي صنایعو او غالۍ اوبدلو شرکت رییسه بي‌بي‌ شیرین سلام‌وطندار ته ویلي، باغ زنانه کې هټۍ لري، خو په وینا یې، خرڅلاو یې نشته. «زه خپله دلته هټۍ لرم او تفریحي سیمو ته د ښځو ورتګ بند شوی او څو نارینه‌ چې راځي هغوی څه نه‌اخلي، اوس مو هم هټۍ فعاله ساتلې، خو خرڅلاو نه‌لرو.»

د لاسي صنایعو برخه کې یوې بلې سوداګرې نسیمې مولا‌زاده هم سلام‌وطندار ته وویل: «نندارتونونه د ښځو لپاره تفریحي ځایونو کې نه جوړېږي، اول به دلته باغ زنانه کې جوړېدل او ښځې به هره اوونۍ راتلې، هر وخت به راتلې، دوی به تفریحې کېده او زموږ به کار غوړېده.»

د دې ترڅنګ په مرکو کې یو‌شمېر سوداګرو مېرمنو د ښځو پر سفر بندیز هم یو له هغو لاملونو ګڼلی چې له کبله یې د ولایتونو او له هېواده بهر د دوی د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بهیر له خنډ سره مخ شوی دی.

د ارایشي لوازمو او ګلیم برخې سوداګره دیانا سادات په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «نشو کولای چې د باندې ووځو او هره ورځ نوي بندیزونه لګوي او له دې پرته نور بندیزونه هم شته لکه: ښځې نشي کولای په یوازې توګه چېرته لاړې شي.»

د جامو سوداګرې پریسا اقبال هم وویل: «جمهوریت کې ډېر په اسانۍ او راحت به اسلام‌اباد ته تلو، اوس خو اول ویزه سخته ده، څو چې محرم نه‌وي، نشو تللی، د همدې لپاره مې سوداګري پرېښوده او اوس خیاطي کوم.»

په همدې حال کې له ۲۳ سوداګرو مېرمنو سره د سلام‌وطندار په مرکو کې جوته شوې چې د یادو مېرمنو له ډلې یې شپږ ښځې، که څه هم وايي، عاید او خرڅلاو لري، خو په وینا یې د خرڅلاو او عاید کچه یې د جمهوریت په پرتله کمه ده.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرو مېرمنو خونه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د سوداګرو او صنعت‌کارو ښځو د خرڅلاو او کاروبار کچې ټيټوالی تاییدوي او او د سوداګرۍ خونه وايي چې د سوداګرو مېرمنو کاروبار ۵۰سلنه کم شوی دی.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرو مېرمنو خونې د پلاوي غړې او د کار او پالیسي مرستیاله عایشه عزیز وايي، که څه هم سرپرست حکومت سوداګرو مېرمنو ته د کار اجازه ورکړې او د جمهوریت په پرتله یې شمېر هم زیات شوی، خو په وینا یې، د کار بازار یې کمرنګه شوی دی.

نوموړې وویل: «دا نشو ویلی چې سل سلنه ښه دی، ستونزې شته، خو نارینه‌ پېر کوي، ښځې پېر نه‌کوي. بازار کمرنګه شوی. پېر او پلور کم دی. کره شمېر یې نشته. شمېر یې زیات دی او شاید سلګونه کسانو ته ورسېږي. سلګونه کمپنیو ته ورسېږي چې رښتیا هم رکود سره مخ دي.»

په ورته مهال د یاد بنسټ د بورډ غړې پشتون امیري وايي، سوداګرې مېرمنې بد اقتصادي او کاري وضعیت سره مخ دي. نوموړې زیاتوي چې هېواد کې د سوداګرو مېرمنو لپاره د توکو خرڅلاو لپاره مناسب بازار شتون نه‌لري.

نوموړې وویل: «د وروستیو دوو کلونو کې د سوداګرو مېرمنو وضعیت ډېر خراب دی، د دې لپاره چې موږ بازار نه‌لرو او دویم دا چې ښځې داسې ځانګړی ځای نه‌لري چې خپل توکي وړاندې کړي او خلک یې هم وپېري. هغه توکي چې موږ اخیستي، ځای مو نه درلود خراب شول او زیان مو ولید. د هټۍ کرایه هم نشو ورکولای.»

بل‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه هیات غړی خان‌جان الکوزی وايي چې د سرپرست حکومت له‌خوا د محدودیتونو له امله د جمهوریت په پرتله د سوداګرو مېرمنو شمېر ۵۰سلنه کم شوی دی.

هغه وویل: «د نویو شرایطو په رامنځته کېدو او محدودیتونو سره او ځینې مېرمنې چې تاسو خبر یاست له هېواده بهر وتلي او سوداګري هم ورسره کمه شوې، فکر کوو چې ۵۰سلنه کمه شوې ده.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا دغه وضعیت د اوسني حکومت له لوري پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو له امله بولي او له حکومت غواړي چې په کور دننه او بهر د ښځو لپاره نندارتونونه جوړ او ملاتړ یې وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي ظاهر بهزاد وویل: «د سوداګرو ښځو وضعیت د مخکیني حکومت په پرځېدو او د ا.ا په راتلو سره چې د اوسني حکومت له لوري محدودیتونه هم لګول شوي، ښه وضعیت نه‌لري، هغه ډول چې تمه کېده، هغسې نه ده.»

د اقتصادي چارو کارپوهې امنې هاشمي هم په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «له بده‌مرغه ډېری مېرمنې شته چې خصوصي تشبثاتو ته یې مخه کړې، خو د عاید زمینه ورته نه ده برابره. تولید لري، خو خرڅلا نه‌لري. کله چې یوه ښځه ونشي کولای له محرم پرته بازار ته لاړه شي، خپل پېر ونه‌کړي، کله چې له یوه ولایت بل ته لاړه نه‌شي، نو څنګه سوداګري وکړي.»؟

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخند‌زاده عبدالسلام جواد بیا د سوداګرو مېرمنو د کار بازار او خرڅلا نشتون ردوي او وايي، تېرو دوو کلونو کې د صنعت‌کارو مېرمنو شمېر زیات شوی او په وینا یې، حکومت د دوی د محصولات بازارموندنې او سوداګرۍ لپاره هڅې کوي.

نوموړي وویل: «هغه نندارتونونه چې افغانستان کې جوړېږي، ډېره برخه یې موږ مېرمنو ته ځانګړې کوو. موږ په دې هڅه کې یوو چې کابل کې د ښځو ځانګړي سوداګریز مرکزونه جوړ شي او همداراز انلاین د خرڅلاو مرکزونه، څو دوی وکولای شي چې خپل توکي هېواد او له هېواده بهر خرڅ کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سوداګرې مېرمنې داسې حال کې د خپل کار له رکود خبر ورکوي چې سرپرست حکومت سوداکري او صنعت د ښځو لپاره د کار یوازینۍ فعاله برخه بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام