یو‌شمېر حقوق پوهانو، اقتصادي کارپوهانو او د پوهنتونونو استادانو نن کابل کې یوې خبري غونډه کې د اسلامي امارت له لوري د حکومتولۍ لپاره د ځانګړې تګلارې د ټاکلو غوښتنه وکړه.

دا شمېر کارپوهانو او د پوهنتون استادانو چې تېره اوونۍ یې د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدلي وو، وايي چې په دې لیدنه کې یې د اقتصادي ودې، ښې حکومتولۍ او اساسي حقونو ته د ښځو لاسرسي په اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حقوق‌پوه سیداغا وايي، د مشورتي شورا جوړېدل، او د هېواد د اساسي قانون په اړه بحث هغه ټکي وو چې د دوی له لوري د حکومتولۍ د تګلارې ټاکلو په موخه وړاندیز شوي دي.

واک ته تر رسېدو وروسته اسلامي امارت خپله کابینه په رسمي توګه اعلان کړه او د یوه فعال لوی بنسټ په توګه یې د ښځو چارو وزارت له دولتي جوړښت څخه لرې کړ.

له دې ټولو سره-سره یو‌شمېر په کار‌پوه ښځې او د پوهنتون استادانې غواړي چې په حکومتي جوړښت کې ونډه ورکړل شي او یوه ځانګړې مرجع ورته راجوړه شي.

دوی وايي، که څه هم اسلامي امارت د ښځو لپاره د یوې ځانګړې ادارې د جوړېدو ژمنه ورکړې، خو معلومه نه ده چې څه وخت به دا اداره رامنځته کېږي. هڅه مو وکړه چې رپوټ کې د شنونکو او د پوهنتون استادانو د وړاندیزونو په اړه د اسلامي امارت نظر ولرو، خو اړیکې مو ځواب نه شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې د بېلابېلو مساېلو یو ډله کارپوهان د اسلامي امارت چارواکو سره ویني او یو لړ وړاندیزونه ورسره شریکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام