څلور ولایتونو کې د سلام‌وطندار موندنې؛ له ۲۳ سوداګرو مېرمنو د ۱۷ یې کاروبار رکود سره مخ شوی

سلام‌وطندار د هېواد په څلور ولایتونو کې له ۲۳ سوداګرو مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د یادو سوداګرو مېرمنو له ډلې څخه یې د ۱۷ مېرمنو سوداګري له رکود سره مخ شوې او یا هم رکود سره مخ ده.

د افغان ښځو د کار له منځه تلو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري د وري په اوومه، د دوشنبې ورځ په یوه راپور کې ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو کار له منځه تلو سره مخ دی. د دغه راپور پر بنسټ، پر ښځینه‌وو د محدودیتونو لګېدل او د ښځو د اقتصادي فعالیتونو کموالی لامل شوی چې په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان کورني ناخالص تولیدات له ۳۰ تر ۳۵ سلنې کم شي.

هرات کې د ښځینه سوداګرو کاروبار مخ په ځوړ روان دی

په هرات کې د هرېوا په نوم د یوه خصوصي شرکت مسووله او سوداګره صفیه محیطي چې شپږ کاله وړاندې یې دغه خدماتي مرکز جوړ کړی، وایي چې په تېر کې یې کارونه ښه وو او لسګونه ښځې ورسره په کار بوختې وې. د مېرمن محیطي په وینا، د اسلامي امارت په راتلو سره یې پېرېدونکي له لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.