د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري د وري په اوومه، د دوشنبې ورځ په یوه راپور کې ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو کار له منځه تلو سره مخ دی. د دغه راپور پر بنسټ، پر ښځینه‌وو د محدودیتونو لګېدل او د ښځو د اقتصادي فعالیتونو کموالی لامل شوی چې په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان کورني ناخالص تولیدات له ۳۰ تر ۳۵ سلنې کم شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوشمېر افغانې سوداګرۍ او کسبه‌کارانې هم د بازار له سوړوالي شکایت کوي. د زعفرانو سوداګره نفیسه دانش چې د پوستکي ګنډلو برخه کې کار کوي، وايي: «د دغو دوو کلونو پر مهال افغانستان کې د نظام په بدلون او د محدودیتونو په لګېدو سره پانګه‌والو ښځو خپلې پانګې له لاسه ورکړې او کارونه یې پیکه شوي دي. له بده مرغه که وضعیت همداسې روان وي او حکومت اقدام ونه کړي، هغه ښځې چې اوس فعالیت کوي، په راتلونکو دوو درېوو میاشتو کې به خپل کار له لاسه ورکړي.»

ثانیا محمدي هم په همدې برخه کې کار کوي. هغه وايي: «موږ پوستکي ګنډل چې دومره بازار نه لري او له سقوط سره مخ دي. مخکې لسو کسانو کار کاوه. پېرل مو ښه وو او بهرنیانو به په ښه بیه پېرل، خو له هغه راهیسې چې هېواد کې کورونا او بدلونونه راغلل، له هغه را وروسته مو کار په سقوط کېدو دی.»

په همدې حال کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې بورډ د مشرتابه پلاوي غړې پشتون امیري وايي چې د محدودیتونو په لګېدو او وروستیو بدلونونو سره د ښځو کار ۸۰ سلنه کم شوی دی.

هغه زیاتوي: «موږ نږدې ۲۰ سلنه همدا اوس کار کوو. جواز لوړ او مالیه ډېره ده. موږ نه شوو کولای چې خپل توکي بهر ته واستوو، بازار نشته، سوداګرۍ مېرمنې په بهر کې د کار کولو اجازه نه لري. موږ د تېر غوندې د باندې نه شوو درېدلی او خپل توکي وپلورو. اوس ۴۰ هټۍ دي چې زموږ هټۍ هم کمې شوي. پخواني بازارونه نشته او ښځینه پېرودونکې هم له محرم پرته پېر ته نه‌شي راتللی.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي چې د ښځینه سوداګرو او د ښځو د کار ملاتړ کوي. هغه زیاتوي: «موږ د متشبثو ښځو یا د ښځو خونې ملاتړ کوو چې دې خونه کې ۵۶۰ متشبثې ښځې غړيتوب لري او کار کوي. افغانستان کې له ۸۰۰۰ ډېرې متشبثې ښځې دي چې کار کوي. کوم نندارتونونه چې افغانستان کې جوړ شول، موږ ښځو ته ځانګې برخې په پام کې نیولې وې.»

افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو او ټولنه کې د ښځو پر حضور د محدودیتونو له لګېدو وروسته د افغان ښځو د اقتصادي فعالیتونو بستر هم محدود شو او د هېواد په کورنیو ناخالصو عوایدو کې یې ونډه کمه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام