Asset 1SWN

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت: افغانستان د ۵۰ صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی

قدرت_الله-جمال-q46j8s5rz83c7jzlm1ruz4xvk4g2kddocwsly6xnk8

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولانو نن (د وري اتمه، سه‌شنبه) د حکومت د رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ۱۴۰۱ کال کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان اوس لږترلږه د ۵۰ صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال وویل: «د بېلګې په توګه، د اوسپنې ویلې کېدو او د ګول سیخانو د تولید، د مینځونکو توکو تولید، د ۱۵ ډوله درملو او د نوشابې او غالیو سکتور برخه کې پر ځان بسیا شوی دی.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، په تېر یوه کال کې یې ۵۱۰۰ سوداګرو ته د فعالیت جوازونه ورکړي، ۷۲۲۸ جوازونه یې نوي کړي او ۳۳۳ یې بیا لغوه کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان د پانګونې برخه کې د اسانتیاوو برابرېدو ته په اشارې وویل چې په تېر یوه کال کې ۱۰۰ بهرني سوداګرې افغانستان ته راغلي او دلته یې د پانګونې لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

د دوی په خبره، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د واردېدونکو لومړنیو توکو په تعرفه کې له یونیم تر دوه‌نیم سلنې کموالی راغلی او د واردېدونکې ماشینري تعرفه هم صفر ته ټیټه شوې ده.

د یاد وزارت مسوولان زیاتوي چې په تېر یوه کال کې یې نږدې دوه میلیارډه ډالره صادرات لرل او د لا زیاتوالي په موخه یې هڅه کوي چې د کابل په ګډون، په پنځو ولایتونو کې د صادراتي توکو د پراسېس مرکزونه جوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې بېلابېلو برخو کې د په کور دننه اړتیاوو په پام کې نه نیولو له کبله پر صادراتو تمرکز شوی او دې چارې د هېواد په بازارونو کې د یادو توکو د بیو پر لوړوالي خورا اغېز کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام