د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي ترڅنګ وايي، هڅې روانې دي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له دوه میلیارډ ډالرو څخه لس میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلاموطندار ته وايي چې دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه د کال دوه میلیارډ ډالرو ته رسېږي.
نوموړي وویل: «له ایران سره مو د سوداګرۍ کچه دوه میلیارډ ډالرو ته رسېږي، د اسانتیاوو رامنځته کېدو سره دغه کچه تر لس میلیارډ ډالرو ته ورسېږي. د سوداګرۍ او صنعت سرپرست هم ایران ته د خپل سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.»
بلخوا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي چې د یاد وزارت د چارواکو او ایراني پلاوي ترمنځ د لیدنې پر مهال ایران د افغانستان له کرنیزو محصولاتو څخه د ملاتړ ژمنه کړې ده.
نوموړي وویل: «د ایران سفیر ویلي، اماده ده چې د افغانستان محصولات او مېوې په ښه بیه واخلي او د کرنې او سوداګرۍ برخه کې افغانستان سره همکاري وکړي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې د افغانستان مېوې نهشي کولای چې د ایران په بازارونو کې ځای پیدا کړي، ځکه په وینا یې، ایران خپله دغه مېوې لري.
نوموړي وویل: «که د کانونو برخه کې پانګونه وکړو، کولای شو چې خام مواد مو ایران ته ولېږدو، که د کرنې، برښنا برخه کې پانګونه وشي، کولای چې صادارت مو زیات کړي، واردات به له ایرانه وکړو، د دې لپاره چې هر کال ۶ میلیارډ ډالر مصرفي مارکېټ لرو او اکثره مواد له ایران راوړو، په ځانګړې توګه سوند توکي او ښه به وي چې د کانونو او کرنې پراختیا برخه کې یو سېسټم جوړ شي.»
خو د اقتصادي چارو کارپوهان د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، او په دې برخه کې د متخصصو کسانو پر دنده ګومارل د هېواد په ګټه بولي.
د اقتصادي چارو کارپوهه امنې هاشمي وویل: «که دا پلان عملي شي، موږ د اقتصاد برخه کې د لاستهراوړنو شاهدان واوسو، خو د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره متخصص کسانو ته اړتیا ده چې دې برخه کې تجربه او په سیاست پوه وي، څو څه ډول له دې اړیکو د افغانستان په ګټه استفاده وکړي او د افغانستان د ګټې کچه لوړه شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
ایران سره داسې مهال د سوداګریزې راکړې ورکړې د ډېرېدو خبره کېږي چې افغانستان د سیاسي انزوا له امله نړۍ سره سوداګریزو اړیکو کې له محدودیت سره مخ ده او اړ دی چې د روان اقتصادي وضعیت ښهوالي لپاره ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.