د صنعت او سوداګرۍ وزارت: ایران سره د سوداګرۍ کچې لوړېدو هڅې روانې دي

د ا.ا چارواکي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي ترڅنګ وايي، هڅې روانې دي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له دوه میلیارډ ډالرو لس میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي. د اقتصادي چارو کارپوهان د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او دې برخه کې د متخصصو کسانو ګومارل د هېواد په ګټه بولي.

نوی ښوونیز کال؛ نجونې زده‌کوونکې: ښوونځیو ته د تلو هیلې مو لاهم ژوندۍ دي

د نوي ښوونیز کال د پیل په درشل کې یوشمېر نجونې زده‌کوونکې وايي چې لا یې هم ښوونځیو ته د تلو هیلې ژوندۍ دي او د زده‌کړو د دروازو بیاپرانېستو ته په تمه دي.

کابل کې د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې نمجه سلام‌وطندار ته وايي چې د ښوونځیو بیاپرانېستلو ته شېبې شماري او په وینا یې، ښوونځي تګ ورته په یوې هیلې بدل شوی دی.

اسټرالیا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هند په ۱۱۷ منډو وسوځوله

د هند او اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې کوربه هندۍ لوبډله په ۱۱۷ منډو وسوځوله.

د هند لپاره په توپوهنه کې ویرات کوهلي تر ټولو زیاتې ۳۱ او اکشر پټېل ناسوځېدلې ۲۹ منډې جوړې کړې. هندۍ لوبډلې یوازې ۲۶ اورونه ولوبول.

بادغیس کې یوه نجلۍ په تېروتنه د خپل ورور له‌خوا وژل شوې

بادغیس کې یوه محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې یوه نجلۍ په تېروتنه د خپل ورور له‌خوا وژل شوې ده.

د سرچینې په وینا، پېښه پرون شنبه د کب ۲۷مه د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «درویش محمدي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا دوشنبه د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن یکشنبه د کب ۲۸مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.