Asset 1SWN

اسټرالیا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه

356542

د اسټرالیا او هند ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې په لسو وېکټو کوربه هند ته ماته ورکړه.

هند دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او له ټاکل شویو پنځوسو اورونو څخه یې ۲۶ اورونه ولوبول او ټوله لوبډله په ۱۱۷ منډو وسوځېده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسټرالیا پرته له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځېږي، ورکړل شوی هدف یې په ۱۱ اورونو کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه. د اسټرالیا لپاره په توپوهنه کې مېچل مارش ناسوځېدلې ۶۶ او ټراوېزهېډ ناسوځېدلې ۵۱ منډې جوړې کړې.

د درېوو یو ورځنۍ سیالیو لوبلړۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ یو یو مساوي شوه او د روانې مارچ میاشتې په ۲۲مه نېټه به دواړه لوبډلې درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوبې غوره لوبغاړی د اسټرالیا مېچل سټارک ونومول شو چې د هند پنځه لوبغاړي یې سوځولي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام