Asset 1SWN

اسټرالیا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هند په ۱۱۷ منډو وسوځوله

356534

د هند او اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې کوربه هندۍ لوبډله په ۱۱۷ منډو وسوځوله.

د هند لپاره په توپوهنه کې ویرات کوهلي تر ټولو زیاتې ۳۱ او اکشر پټېل ناسوځېدلې ۲۹ منډې جوړې کړې. هندۍ لوبډلې یوازې ۲۶ اورونه ولوبول.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې د یادې سیالي پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ‌اچوونې پرېکړه وکړه. مېچل سټارک د اسټرالیا لپاره نن بهترینه لوبه وکړه او پنځه وېکټې یې ترلاسه کړې.

سیین اباووټ درې او ناټان ایلېس دوه لوبغاړي وسوځول. اسټرالیا د یادې لوبې ګټلو لپاره ۱۱۸ منډو ته اړتیا لري چې د روانې درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یو یو مساوي کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هند په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ سیالي د روانې مارچ میاشتې په ۲۲مه نېټه ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام