Asset 1SWN

د اسټرالیا او هند ټسټ لوبه؛ اسټرالیا لومړۍ پاڼۍ کې ۴۸۰ منډې وکړې

355883

د اسټرالیا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلورمې ټسټ لوبې پر دویمه ورځ اسټرالیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۸۰ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لپاره په توپوهنه کې عثمان خواجه بهترینه لوبه وکړه او د۱۸۰ منډو پر جوړولو بریالی شو. همداراز کېمرون ګرین هم سلیزه ووهله او ۱۱۴ منډې یې جوړې کړې. ټاډ مورفي اغېزمنې ۴۱ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم اسټرالیا د یادې لوبې په پیل کې خپل دوه لوبغاړي ژر له لاسه ورکړ، خو وروسته بیا عثمان خواجه ښکلې لوبه وکړه او د اسټرالیا دریځ یې پیاوړی کړ.

د هند لپاره په توپوهنه کې راوي‌‌چندران اشوېن په ۴۷.۲ اورونو کې ۹۱ منډې ورکړې او شپږ وېکټې یې ترلاسه کړې. محمدشمي دوه، رفنډرا جډېجا او اکشر پټېل یو یو لوبغاړي وسوځول.

د روانې څلور ټسټ سیالیو د لوبلړۍ دوه لوبې هند او یوه اسټرالیا ګټلې ده. د هند کرېکټ ملي لوبډله به هڅه کوي چې دغه لوبه وګټي او یا یې مساوي کړي. اسټرالیا بیا د روانې لوبلړۍ د مساوي کېدو په درشل کې ده.

د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډله به هڅه کوي چې روانه لوبه کې بریا خپله او لوبلړۍ په مساوي توګه پای ته ورسوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له ټسټ سیالیو وروسته داوړه لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم لري چې د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه به پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام