Asset 1SWN

نوین‌الحق د اسټرالیا کرېکټ بورډ ته: ماشومانه پرېکړې مو بېرته واخلئ

59335730_605

وروسته له هغې چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ نن پنج‌شنبه د مرغومې ۲۲مه له افغانستان سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لغوه کړه، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نوین‌الحق دغه پرېکړه ماشومانه بللې ده.

نوین‌الحق نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، تر هغو به د اسټرالیا بېګ‌باش کې لیګ کې له ګډوڼ ډډه کوي، څو چې دغه هېواد د افغانستان په اړه خپلې ماشومانه پرېکړې نه وي درولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي لیکلي: «د دې وخت رارسېدلی چې په بېګ‌باش لیګ کې تر هغو له ګډون ډډه وکړم، څو چې دوی خپلې ماشومانه پرېکړې نه وي درولي. دوی داسې وخت کې یو هېواد سره یو ورځنۍ لوبې لغوه کوي چې ملاتړ ته اړتیا لري او د خوښۍ یوازینی دلیل هم ترې اخلي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ تراوسه په دې اړه په رسمي توګه کوم دریځ او نظر نه دی خپور کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام