Asset 1SWN

بادغیس کې یوه نجلۍ په تېروتنه د خپل ورور له‌خوا وژل شوې

Badghis-11-ptuarao2eax85mawwfq8hic8oatvotefg1puv05ea0

بادغیس کې یوه محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې یوه نجلۍ په تېروتنه د خپل ورور له‌خوا وژل شوې ده.

د سرچینې په وینا، پېښه پرون شنبه د کب ۲۷مه د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «درویش محمدي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینه زیاتوي دغه نجلۍ هغه مهال د خپل ورور له لوري په تېروتنه د ټوپک په ډز ووژل شوه چې نوموړي خپله وسله‌ پاکوله.

سرچینې ټينګار کړی چې دغه نجلۍ لومړی ټپي شوې وه او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام