د نوي ښوونیز کال د پیل په درشل کې یوشمېر نجونې زدهکوونکې وايي چې لا یې هم ښوونځیو ته د تلو هیلې ژوندۍ دي او د زدهکړو د دروازو بیاپرانېستو ته په تمه دي.
کابل کې د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زدهکوونکې نجمه سلاموطندار ته وايي چې د ښوونځیو بیاپرانېستلو ته شېبې شماري او په وینا یې، ښوونځي تګ ورته په یوې هیلې بدل شوی دی.
نجمه چې غواړي راتلونکي کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې زدهکړې وکړي، له اسلامي امارت غواړي چې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي او میلیونونه نجونې خپلو هیلو ته ورسېږي.
نوموړې وویل: «موږ خپلې راتلونکې ته اندېښمن یوو، حکومت باید له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي او نجونې هم وکولای شي چې د هلکانو په څېر د هېواد ابادۍ کې ونډه واخلي. که ښوونځي پرانېستل نهشي، هیلې ورو ورو مړې کېږي. نړیواله ټولنه هم باید اسلامي امارت دې ته اړ کړي چې ښوونځي پرانیزي.»
سمیرا چې د دولس ټولګي زدهکوونکې ده د نجونو ښوونځیو د تړليکېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې پر زدهکړو د بندیز له کبله یې ژوند تریخ شوی او راتلونکې یې د لهمنځه تلو سره مخ ده.
نوموړې وویل: «لومړی مې انځورګرۍ ته انګېزه نه لرله، خو د ښوونځیو تړلکېدو له امله مې د کورنۍ په ملاتړ په قوي انګېزې سره پیل کړه. خو بیا هم دا کار نشي کولای چې ښه بدیل وي. هیله مې لرله چې ښوونځی بشپړ کړم او د خپلې خوښي پوهنځي کې زدهکړې وکړم.»
په همدې حال کې د ښځو حقونو فعالانې د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتېکېدو څخه د نیوکې ترڅنګ وايي چې له زدهکړو د نجونو محرومېدل د بشري حقونو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
د ښځو حقونو فعالې حسنا رووفي سلاموطندار ته وویل: «د نړۍ په هېڅ قانون کې دا موضوع نه ده ذکر شوې چې نجونې دې له زدهکړو محرومې وي. د ملګروملتونو قانون کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار شوی، اسلام هم نجونو ته د زدهکړو حق ورکړی. که د اسلام او نړۍ قوانین مطالعه کړو په هېڅ دین، قانون او فرهنګ دا موضوع نشته چې نجونې دې زدهکړې نه کوي.»
نجونې زدهکوونکې په داسې حال کې ښوونځيو ته د تلو لپاره شېبې شماري چې هېواد کې د ښوونځیو له تړلکېدو ۵۴۴ ورځې تېرېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
که څه هم نړیوالو بنسټونو او هېوادونو په تېر یو نیم کال کې په وار وار له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې د نجونو پر زدهکړو بندیز لغوه کړي، خو اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د نجونو د زدهکړو مخالف نه دي او په وینا یې، دغه پرېکړه لنډمهاله ده.