Asset 1SWN

ناپېژنده کسانو د جوزجان د اقچې ولسوالي د حج او اوقافو مدیر وژلی

IMG-20211002-WA0009

د جوزجان د اقچې ولسوالي د حج او اوقافو مدیر مولوي عبدالله ناپېژنده کسانو د چړې په وسیله وژلی دی.

د جوزجان د امنیې قومنداني ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته پېښه تایید کړې او په وینا یې، د اقچې ولسوالي د حج او اوقافو مدیر مولوي عبدالله د ناپېژنده کسانو له‌خوا وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د جوزجان د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړه چې پېښه نن سهار (یکشنبه، کب ۲۸مه) د اقچې ولسوالي د «بیت‌المقدس خرابات کوڅې» جومات کې رامنځته شوې ده.

عبدالستار حلیمي همداراز ویلي، د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي، خو په وینا یې، د نیولو هڅې یې روانې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امنیتي مسوولانو د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالله نږدې یوه اوونۍ وړاندې د یاد ولایت د اقچې ولسوالي د حج او اوقافو د مدیر په توګه ټاکل ګومارل شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام