Asset 1SWN

ناپېژنده کسانو پروان کې یو کس په مرموز ډول وژلی

شهر-چاریکار

د پروان د امنیې قومنداني مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې یو کس د ناپېژنده کسانو له‌خوا د چاقو په وسیله وژل شوی دی.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي وايي، دغه کس عنایت‌الله نومېده او شنبه ماښام د کب شپږمه د چاریکارو ښار اړوند پنځمه امنیتي حوزه کې وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پروان د امنیې قومنداني ویاند تراوسه د یادې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو ټينګار یې کړی چې په دې اړه د کشفي او استخاراتي ځواکونو څېړنې روانې دي.

په همدې حال کې د وژل شوي کس یوه خپلوان ویلي چې دغه کس غریب‌کاره و او له چا سره شخصي دښمني نه‌لرله. د نوموړي په وینا، له دغه کس درې اولادونه پاتې دي.

د یادونې وړ ده چې د کب پنځمه جمعه د دغه ولایت مرکز چاریکارو ښار اوومې امنیتي حوزه کې هم یو کس د تبر په وسیله وژل شوی و.

په ورته مهال بېګاه شپه لوګر کې هم یو تنکی ځوان د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام وطندار ته ویلي، بېګاه د محمداغې ولسوالي اړوند «سباقي‌خېلو» کلي کې ناپېژنده کسانو یو ۱۵ کلن ځوان د چاقو په وسیله وژلی دی.

انس زیاته کړه چې د محمداغې امنیتي او کشفي ځواګونه هڅه کوي چې د یادې پېښې عاملان ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

بل‌خوا د وژل شوي ځوان د کلي یوه اوسېدونکي منصور احمد سلام وطندار ته ویلي چې وژل شوی ځوان احمد مصور نومېږي او شاوخوا ۱۵ کاله عمر یې درلود.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په وینا، د وژل شوي ځوان کورنۍ له چاه سره شخصي دښمني نه‌لرله او حکومت باید د یادې پېښې پلټنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام