Asset 1SWN

ناپېژنده کسانو پروان کې یو کس وژلی

Bagrambazaar

د پروان مسوولان وايي چې د دغه ولایت د بګرام ولسوالي په اړوند سیمه کې یو کس وژل شوی دی.

د بګرام ولسوال عبدالرحیم احمد سلام‌وطندار ته وايي چې پرون د لړم ۲۲مه یکشنبه شپه د نقیب‌الله په نوم یوه کس د یادې ولسوالي له «خواجه‌های ده‌ملا» کلي څخه د دې ولسوالي «دولت‌شاهي» سیمې ته د درملتونونو لپاره درمل وړل چې د لارې په اوږدو کې د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بګرام ولسوال ټينګار کړی چې تراوسه د دغه کس د وژنې په تور څوک نه دي نیول شوي او نه هم د نوموړي د وژنې انګېزه معلومه ده.

دا په داسې مهال دی چې د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ هم د کاپیسا امنیه قومانداني د دغه ولایت د کوهستان د دویمې برخې ولسوالي په اړوند سیمه کې د یوه ځوان د وژل کېدو خبر ورکړی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي و چې وژل شوی ځوان ۲۵ کاله عمر درلود او د کاپیسا د تګاب ولسوالي اصلي اوسېدونکی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام