د ماليې وزازت د مطبوعاتو آمر او د طلوع نیوز ټلوېزیون پخوانی ویاند نعمت روان نن په کندهار کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري ووژل شو. دا پېښه نن د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې هغه مهال وشوه چي نعمت روان له کور څخه د کوچني اختر لپاره د سودا پېرلو لپاره بازار ته روان و.

د کندهار د امنیې قومانداني مطبوعاتي مسوول جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته د پېښې پخلی کړی او  ویلي یې دي چې ناپېژنده وسله‌والو نن له غرمې مخکې نعمت روان د کندهار ښار اړوند د ۱۴مې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې وژلی دی.

دغې پېښې د کندهار نور خبریالان هم اندېښمن کړي دي. په کندهار کې دوه خبریالان چي نه غواړي نومونه يې خپاره شي وايي، د نعمت روان د وژلو پېښې نه یوازې دوی، بلکې د ټول هېواد خبریالان خواشیني کړي او دا پېښه به یې پر رسنیزو فعالیتونو ناوړه اغېز وکړي. د دوی په وینا، حکومت او طالبان دواړه خبریالانو ته له یوه دریځه ګوري او یوځای خبرداری ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسوک‌پاڼه وڅارئ

دغو خبریالانو له حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دې د خبریالانو خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي؛ ځکه په خبره یې، په هېواد کې هره ترهګره ډله د خبریالانو د وژلو په هڅه کې ده چې ښه بېلګه یې هم د نعمت روان وژنه ده.

په کندهار کي د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې «نی» مسوول عبدالسمېع غیرتمل هم دا پېښه ډېره زړه بوږنوونکې بولي او وایي، د نعمت روان وژنه به د نورو خبریالانو پر رسنیزو فعالیتونو ناوړه اغېز وکړي او په خبره یې، له دې وروسته به ګڼ‌شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له خپلو رسنیزو فعالیتونو لاس په سر شي او څوک به په رسنیو کې کار کولو ته زړه ښه نه کړي.



د پيښې پړه تر اوسه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستې او نه هم د کندهار د پولیسو له لوري په دې اړه څوک نیول شوي دي.

نعمت روان د زابل ولایت اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسې له خپلې کورنۍ سره یوځای په کندهار ښار کي اوسېده.

نوموړی د کندهار پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ شوی و او په کندهار کې یې د محلي ټلویزیونونو ترڅنګ، په کابل کې له طلوع نیوز سره هم د ویاند په توګه کار کړی دی. هغه تازه د مالیې وزارت د مطبوعات د آمر په توګه ګومارل شوی و. نعمت روان د حکومت د رسنیو مرکز د رییس دواخان مینه‌پال د تره زوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام