نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کندهار دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو د موټرو پر ورکشاپ درنه چاودنه وشوه او ورپسې نښته پيل شوه. دې ولايت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، تر موټربم برید وروسته وسله‌وال بریدګر په پوځي یونیفورم کې سیمې ته دننه شول او ترڅو ساعتونو پورې یې افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.

د کندهار والي روح الله خانزاده وویل، دې برید کي یوازې ۴ ځانمرګي بریدګر وژل شوي او نور چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.

خو د کندهار میرویس حوزوي روغتون کې یو ډاکټر د نوم‌ نه‌ښودو په شرط سلام‌وطندار وايي، د برید له ځایه يې دوی ته د ملي امنیت ۳ ټپيان ور وړي دي.

د سرچينې په خبره، د ټپيانو روغتیايي حالت ښه دی.

که څه هم د کندهار والي دغه برید کې له وسله‌والو پرته نورو ته چې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې او د مالي زیانونو په اړه یې هم څه نه وايي؛ خو د موټربم برید غږ دومره زورور و چې د کندهار ښار بېلا بېلو سیمو کې یې هم غږ اورېدل شوی او په ځینو سیمو کې يې د کړکیو هيندارې هم ماتې کړې دي.

د پېښې مسوولیت طالبانو پر غاړه اخيستی دی.

دا برید داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ امریکا اعلان وکړ، افغانستان کې يې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړی دی.

عام افغانان له طالبانو غواړي چې تر هرڅه لومړی اوربند وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام