Asset 1SWN

امریکايي ځواکونو په کندهار کې طالبان په نښه کړي

305fd74b-c71e-4dd1-85f5-79c11d7d3bef_16x9_1200x676-p4ck827hbd3kxlu456i52av32nrjy62u2f8o9a131o

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ په کندهار کې د طالبانو سنګرونه په نښه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې ځواکونو یې دغه بریدونه د کندهار ښار تر څنګ، په ژېړۍ او سپین‌ بولدک ولسوالیو کې کړي دي.

د نوموړي په وینا، د امریکا هوايي ځواکونو هغه مهال طالب وسله‌وال په نښه کړل چې غوښتل یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مرکزونو ډله‌ييز بریدونه وکړي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه به د دوحې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي. ساني لګېټ د یادو هوايي بریدونو په اړه د طالب ډلې ادعاوې هم بې‌بنسټه بللې دي.

طالب ډلې ویلي چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د کندهار ولایت په پنجوايي، خاکرېز او ارغستان ولسوالیو کې د دې ډلې پر وسله‌والو هوايي بریدونه کړي دي. دې ډلې ویلي چې وسله‌وال یې هغه مهال په نښه شوي چې غوښتل یې سفر وکړي یا هم په خپلو مرکزونو کې وو. طالبانو دغه بریدونه غندلي او هغه یې د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د شوې هوکړې خلاف بللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام