Asset 1SWN

 ناپېژنده کسانو په لوګر کې یو ۱۵ کلن ځوان د چاکو په وسیله وژلی

11484307_78_0_905_465_1920x0_80_0_0_f0bdcf83af2b63a2e44da168963ea632

د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې یو ۱۵ کلن ځوان د ناپېژنده کسانو له‌خوا وژل شوی دی.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام وطندار ته ویلي، بېګاه د محمداغې ولسوالي اړوند «سباقي‌خېلو» کلي کې ناپېژنده کسانو یو ۱۵ کلن ځوان د چاقو په وسیله وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

انس زیاته کړه چې د محمداغې امنیتي او کشفي ځواګونه هڅه کوي چې د یادې پېښې عاملان ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

بل‌خوا د وژل شوي ځوان د کلي یوه اوسېدونکي منصور احمد سلام وطندار ته ویلي چې وژل شوی ځوان احمد مصور نومېږي او شاوخوا ۱۵ کاله عمر یې درلود.

د هغه په وینا، د وژل شوي ځوان کورنۍ له چاه سره شخصي دښمني نه‌لرله او حکومت باید د یادې پېښې پلټنه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تېره پنجشنبه هم د لوګر  محمداغې ولسوالۍ کې د عبدالمبین په نوم یو کس د ناپېژنده کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام