Asset 1SWN

هېواد کې د هدفي وژنو د زیاتوالي په اړه د خلکو اندېښنې

1401080416250125226313054

که څه هم د اسلامي امارت سرپرست حکومت هېواد کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي، خو په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي.

هېواد کې د یادو هدفي وژنو د پېښو زیاتېدو په لړ کې پرون چهارشنبه د لړم څلورمه د دوو جلا پېښو پرمهال د ناپېژنده کسانو له لوري په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې یو سوداګر او زوی یې او یو ډاکټر وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو پېښو ترڅنګ په پروان، لوګر او روزګان ولایتونو کې هم د تېرو درېوو ورځو پر مهال دوه ښځې او یو نارینه وژل شوي دي. د یادو امنیتي پېښو زیاتېدو د خلکو اندېښنې هم راپارولي دي. یو‌شمېر هېواد‌وال له اسلامي امارت غواړي چې د ورته پېښو مخه دې ونیسي.

د ننګرهاراوسېدونکی رحمت‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «د اسلامي امارت له مسوولانو غواړو چې د دغه شان پېښو مخه دې ونیسي، څو خلک په ارام فکر خپل ژوند وکړي او تګ‌راتګ وکړي.»

په ورته مهال پرون ناوخته وسله‌والو کسانو بلخ کې د اسدالله شارق په نوم نوموتی ډاکټر کور ته د ستنېدو پرمهال د مزارشریف ښار د اوومې حوزې اړوند «کارته‌صلح» سیمه کې وژلی دی.

د ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون امر او د اسدالله شارق له همکارانو څخه اشرف روان سلام‌وطندار د نوموړي ډاکټر مړینه هېواد کې د روغتیا برخې لپاره یوه ستره ضایعه بولي. نوموړي په دې اړه نور څه ونه ویل.

همدارنګه پرون چهارشنبه د خواجه محمد په نوم یوه کس چې کندهار کې د ماین‌پاکۍ موسسې کار کوونکی دی، د پروان سیاه‌ګرد ولسوالي کې خپله مېرمن وژلې ده.

د راپورونو پر بنسټ، دغه کس لومړی خپله مېرمن د چاقو په وسیله ټپي کړې او وروسته یې د هغې په ګېډه کې ماین اېښی او چاودنه یې ورکړې ده.

لوګر کې هم ځايي سرچینې سلام‌وطندار وايي، د محمداغې ولسوالي «دهنو» سیمه کې د یوې ۳۰ کلنې میرمنې جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده.

د یاد ولایت محلي مسوولانو ویلي چې جسد یې پرون پیدا کړی او تراوسه یې تور څوک نه‌دي نیول شوي. روزګان کې هم سرچینې وايي چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالي کې د یوې ډاکټرې پلار د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، یادې ډاکټرې د چنارتو ولسوالي يوه کلينیک کې دنده لرله او پلار یې د محرم په توګه ورسره اوسېده. د سرچينې په وينا، کله چې د ډاکټرې پلار غره ته د ټلیفوني اړيکې لپاره تللی و، د نامعلومه کسانو له‌خوا وژل شوی دی.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بولي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د اسلامي امارت له لوري او له ادرسه چا ته زیان نه دی اوښتی. که چېرته چاته د شخصي خصومت او دښمنۍ له امله زیان رسېدلی وي، د اسلامي امارت له لوري تعقیب شوی دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د سلام‌وطندار په یوه خپور شوي راپور کې د جنايي او امنیتي پېښو د قربانیانو کورنیو ویلي و چې عدلي او قضايي بنسټونه یې د کورنیو د وژل شویو غړیو قضې نه څېړي او پوښتنه یې نه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام