Asset 1SWN

له نجونو پرته د ښوونیز کال پیل؛ حبیب‌الله اغا: عصري زده‌کړې د ورځني ژوند اړتیا دي

ښوونیز کال

د پوهنې وزارت د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په لومړۍ ورځ د کابل په اماني لېسه کې د ښوونځي زنګ په وهلو سره نوی ښوونیز کال پیل کړ. د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا د نوي ښوونيز کال د پيل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، پوهنې وزارت ژمن دی چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو او هغو ماشومانو ته د معیاري زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي چې له نورو هېوادونو څخه بېرته راګرځېدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه له کورنیو هم غواړي چې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي. نوموړی زیاتوي: «هېواد کې د عصري او دیني زده‌کړو ښوونیز نصاب بې‌کیفیته دی او په بې‌کیفیته علم سره لاسته‌راوړنې نه‌شوو لرلی. موږ د عصري او دیني زده‌کړو ښه‌والي لپاره هڅه کوو چې له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.»

د پوهنې وزارت سرپرست وویل، د ديني زده‌کړو ترڅنګ، عصري زده‌کړې د ورځني ژوند جدي اړتيا ده او د پرديو له احتیاجه د خلاصون يوازینۍ لاره پر ديني او عصري زده‌کړو د ټولنې سمبالول دي.

د پوهنې وزارت مسوولان د افغانستان له مسلکي کدرونو، په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې له متخصصانو څخه غواړي چې د ښوونیز جوړښت معیاري کولو په برخه کې خپلې مشورې د دغه وزارت له مسوولانو سره شریکې کړي.

په ورته وخت کې د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې د عصري علومو پر زده‌کړې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه: «موږ عصري علم او ټکنالوجي ته اړتیا لرو چې لاسرسی ورته ولرو. د جګړو پر مهال د لرې پرتو سیمو ماشومان له زده‌کړو لرې پاتې شوي او موږ هڅه کوو چې په لرې پرتو سیمو کې ښوونځي زیات کړو. موږ په ټولنه کې عصري او دیني زده‌کړو ته اړتیا لرو.»

خو یوشمېر افغان نجونې چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره له زده‌کړو بې‌برخې شوي، د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړي چې د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي هم پرانېزي.

کابل کې د اووم ټولګي زده‌کوونکې تهمینه وايي: «ډېره خپه یم چې له خپل ټولګي څخه پورته نشم تللی او غواړم چې زموږ ښوونځي پرانېستل شي.»

د کابل ښار د رحمان مېنې ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې پروانه هم وايي: «سږ کال دولسم ټولګي ته تللم او دا چې د هلکانو ښوونځي پیل شول او زموږ تړلي، اندېښمنه یم. له اسلامي امارت څخه غواړو چې اجازه راکړي، څو زده‌کړې وکړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پوهنې وزارت مسوولان وايي، له شپږم ټولګي د پورته نجونو لپاره پر ښوونیز نصاب د کار کولو له کبله د هغوی پر مخ ښوونځي تړل شوي او د دې مسلې له حل وروسته به د هغوی پر مخ ښوونځي پرانېستل شي. خو نږدې درې کاله کېږي چې اسلامي امارت په هېواد کې واک ته رسېدلی او په دې موده کې لا هم د نجونو زده‌کړو طرحه نه‌ده بشپړه شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام