Asset 1SWN

له شپږم ټولګي فارغې نجونې: ا.ا دې زموږ د ښوونځیو دروازې پرانېزي

STUDENTS

په افغانستان کې د ا.ا سرپرست حکومت له راتګ وروسته د ا.ا مشر هبت‌الله اخوندزاده په فرمان له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي. په دې موده کې په افغانستان کې درې دورې نجونو شپږم ټولګي بشپړ کړل، خو دوی ونه شو کولای چې له دې ټولګي پورته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

سلام‌وطندار له هغو ۲۳ تنو نجونو زده‌کوونکو سره چې له شپږم ټولګي فارغې شوي، خبرې کړي چې د هغوی ۱۹ تنه وايي، له دې امله ناهیلې دي چې زده‌کړې یې نیمګړې پاتې دي او څلور نورې هیله‌مندي ښيي چې ښوونځي به یې پرانېستل شي. دا ټولې ۲۳ تنه نجونې د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دوی د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نهه کلنه حسنات، دیارلس کلنه ستایش او لس کلنه مسیحه‌ چې په دې وروستیو کې یې د کابل ښار په «زرغونه لېسه» کې خپلې کلنۍ ازموینې پای ته رسولې، وايي چې په ښوونځي کې د شاملېدو له پیله یې هیلې لرلې څو ستر شخصیتونه شي؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځيو پر لور د تګ اجازه نه ورکول، دوی له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ کړې دي.

حسنات په دې هکله وايي:« ټول سخت خپه دي، اسلامي امارت یوازې هلکانو ته اجازه ورکوي چې درس ووايي. زه غواړم ډاکټره/طبیبه شم؛ ځکه چې زموږ په هیواد کې ډیری خلک پاکوالی نه مراعاتوي.»

ستایش هم وايي: « ما غوښتل چې په راتلونکي کې یوه ښه ډاکټره شم، غوښتل مې چې خپل هېواد ته خدمت وکړم؛ خو د نجونو پر مخ هر څه بند دي، زما کورنۍ زیاتې هیلې لري ترڅو زه درس ووایم، ډاکټره شم او خپل هېواد ته خدمت وکړم.»

له بلې خوا په دغه راپور کې له هغو زده‌کوونکو سره مرکې شوې چې وايي، د شپږم ټولګي له بشپړېدو وروسته د راتلونکي کال لپاره مشخص پلان نه لري. د کابل ښار د «رحمان مېنې لېسې» زده‌کوونکې نازیه وايي: «زه له حکومته غواړم چې ښوونځي دې پرانیزي، څو نجونې زده کړې وکړي.»

د  دوی ترمنځ څلور نور زده‌کوونکي د خپلو ښوونځيو د پرانیستلو هيله لري او وايي، اورېدلي يې دي چې د نوي تعليمي کال له پيله به د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستل شي.

۱۲ کلنه ریحان چې سږکال یې د «بي‌بي رابیا نجونو لېسه» کې شپږم ټولګی پای ته رسولی، د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو ته هیله‌منده ده. کورنۍ مې وايي هیله‌منده اوسه، پرانیستل کېږي او زه هیله‌منده یمه. که زه د کور ښځه شم، زه پرمختګ نه شم کولای. ښوونځي باید پرانیستل شي او زموږ هیواد پرمختګ وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې راپور کې مرکه کوونکي په دې باور دي چې د زده‌کړو دوام د دوی او د ټولنې د پرمختګ لپاره لازمي دی. ۲۳ نجونې زده کوونکي چې سږ کال یې شپږم ټولګي بشپړ کړي او په دې راپور کې ورسره مرکې شوې، ټولې غواړي د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.

د دنیا په نامه د «بي‌بي رابیا د نجونو لېسې» زده کوونکې وايي: «زه له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې ښوونځي دې پرانيزي.»

د «زرغونه لېسې» زده کوونکې زینب هم وايي: «زه له حکومته غواړم چې ښوونځي پرانیزي؛ ځکه په هر ځای کې ښځو ته اجازه نشته چې نارینه ډاکټرانو ته لاړ شي، ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا ده او ښوونځي باید پرانیستل شي چې نجونې درس ووايي.»

د «بي‌بي رابیا د نجونو لېسې» زده‌کوونکې بصیه هم وايي: «زه يوولس کلنه يمه او په شپږم ټولګي کې يم. زه غواړم چې ښوونځي پرانیستل شي او تر اووم ټولګي ووایم، زه غواړم په راتلونکي کې ډاکټره شم.»

د «زرغونه عالي لېسې» زده‌کوونکې عایشه هم په دې اړه وايي: «ډېر بد حس لرم چې ما ښوونځي ته نه پرېږدي. دعا کوم چې ښوونځي زموږ پر مخ پرانیستل شي ترڅو موږ ښوونځي بشپړ کړو او په راتلونکي کې یو شی شو.» دغه زده‌کوونکې زیاتوي، چې پر هر نر او ښځې د علم زده‌کړه فرض ګڼل شوې ده.

یوه بله زده‌کوونکې چې له شپږم ټولګي فارغه شوې، وویل: «زه هیله لرم چې ښوونځي به پرانيستل شي. زه غواړم چې فضامزلې شم او لومړنۍ افغانه ښځه شم چې فضا ته لاړ شم، فزیک او کیمیا زده کړم.»

په ورته مهال هغه ښوونکې چې سږکال یې نجونو ته تر شپږم ټولګي تدریس کاوه، د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتونکي دي او وايي چې د زده‌کړو په درېیو کلونو کې تل د دوی زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه پوښتنې کولې او هغوی د حکومت مصلحت له توجیې پرته بل ځواب نه لرلو. دغه ښوونکې زیاتوي چې د ښوونیز کال پای ته رسېدو سره د دوی زده‌کوونکې کله ناهیلې او کله هم اندېښمن ښکاري.

نوریه سادات چې د کابل ښار په یوه ښوونځي ښوونکې ده، وايي: «دا چې دولت د ښوونځیو پرانیستلو ژمنه کړې وه څو د ښوونځیو دروازې به پرانیزي او کابو دغه کار د اندېښنې لامل شوی دی.»

د کابل په یوه ښوونځي کې یوه بله ښوونکې صنم صدیقي هم وايي:«د نجونو پر مخ د ښوونځیو نه پرانیستل پر هغوی ډېر اغېز کړی دی. هغه پوښتنې چې دوی له موږ څخه د ښوونځیو د پرانیستلو په هکله کوي موږ ته وايي چې ښوونځي به کله خلاصیږي. زمونږ له حکومت څخه غوښتنه دا ده چې ښوونځي پرانیزي ترڅو نجونې د نارینه وو په څیر کار وکړي. دوی هم د زده کړو هیلې لري.»

له دې سره جوخت د پوهنې برخې کارپوهان له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل د اندېښنې وړ ګڼي او وايي چې حکومت باید له ښوونیزو فرصتونو څخه د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي او پرې نه ږدي چې دغه فرصتونه په لویو ننګونو بدل شي.

د پوهنې برخې کې کارپوه جمال‌الدین سلیماني وايي:«له بده مرغه موږ یو کال په داسې حال کې تېر کړ چې ښوونځي تړلي وو، او دا ستونزمن دی. دا د ښوونیز نصاب د وروسته‌والي او د حکومت پر وړاندې د خلکو د بې باورۍ لامل کېږي. د پوهنې وزارت باید د پوهنې ډګر د چمتو کېدو لپاره پر یوه هر اړخیز پلان کار وکړي. که دې مسلې ته پام ونه کړو، نو له ښوونیز ناورین سره به مخ شوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د ښځو د حقونو فعالانې هم د روان وضعیت دوام د اندېښنې وړ ګڼي او وايي چې د ښوونځیو د دروازو تړل به د هېواد ټولو برخو ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي. د ښځو د حقونو فعاله زهرا علي‌زۍ وايي، ښځې د ټولنې د معمارانو یوه برخه ده او د هغې په وینا که ښځې بې سواده وي، د هېواد د ټولنې یوه برخه به له ناپوهۍ سره مخ شي.

هڅه مو وکړه چې په دې هکله د دولتي چارواکو ځوابونه ولرو؛ خو د پوهنې وزارت د وياند نشتوالي له امله ځواب ورکونې ته حاضر نه شول او د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د سلا‌م‌وطندار د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا موضوع د پوهنې وزارت پوړې اړه لري.

د ویلو ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو د نه پرانيستلو په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې څه موده وړاندې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د پاکستان د سټراټيژيکو مطالعاتو په مرکز کې په يوه غونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ د زده‌کړو بندیز دایمي نه دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام