اوس چې د ۱۴۰۰ ښوونیز کال دوه میاشتې تېرېږي، په بامیان ولایت کې زده‌کوونکي هره ورځ د سختیو په ګاللو سره د زده‌کړو لپاره د ښوونځي پر لور اوږد مزل کوي.

په کلیو او بانډو کې د زده‌کوونکو میندې او پلرونه څاروي پيایي، څو بچیان یې ښوونځي ته ولاړ شي، خو سږ کال د دغه ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت لامل شوی چې د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې یو‌شمېر زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شي او درنو کارونو او د څارویو پیولو ته مخه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بامیان ولایت د پوهنې رییس ایوب امیري د دغه ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو کموالي ستونزه د اندېښنې وړ بولي او وايي، اوس د ۱۷۵۲ ښوونکو له کمښت سره مخ دي او دا ستونزه لامل شوې چې یوشمېر زده‌کوونکي له ښوونې او روزنې بې‌برخې شي.

هغه وايي، د دغه ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو کموالی د ښوونې او روزنې پر کیفیت ناوړه اغېزه کړې او په کانکور ازموینه کې هم د زده‌کوونکو له پایلو سره مستقیمه اړیکه لري.

د نوموړي په خبره، ولسمشر محمداشرف غني د حق‌الزحمه ښوونکو د ګومارلو بهیر د پیلولو سپارښتنه کړې ده. امیري له مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون څخه غواړي چې ژرترژره دغه بهیر پیل کړي.

د بامیان د پوهنې رییس زیاتوي، تېر کال یې په دغه ولایت کې یوه سروې کړې چې پر بنسټ یې، ۵۱ زره او ۲۱۲ ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي. د هغه په وینا، په بامیان ولایت کې ۲۲ زره او ۲۹۰ نور ماشومان چې ۱۰۰۸۴ هغه یې نجونې دي، هېڅ ښوونځي ته نه دي تللي.



ایوب امیري زده‌کړو ته د ماشومانو د نه لاسرسي لامل ټولنیز محدودیتونه، له ښوونځي لرې‌والی، بې‌وزلي او کډوالي بولي. نوموړی له پوهنې وزارت او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د یادو زده‌کوونکو لپاره د ښوونې او روزنې اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې رقیه حکیم‌پور چې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده او علي ابراهیمي چې د بامیان په مرکز کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکی دی، هم په ښوونځیو کې د ښوونکو له کمښت څخه سر ټکوي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

دوی وايي، د ښوونکو د کموالي له امله یې هره ورځ درې ساعته بې‌ځایه تېرېږي او هغه ښوونکي چې په ښوونځیو کې تدریس کوي، لوړې زده‌کړې نه لري.

خو د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وايي، داسې شمېرې نه لري چې زده‌کوونکو دې د ښوونکو د کمښت ستونزې له کبله ښوونځی خوشې کړی وي.

د هغې په وینا، د ټول هېواد په کچه ۳.۷ میلیونه ماشومان له ښوونې او روزنې بې‌برخې دي چې د نړیوالو سازمانونو، په ځانګړې توګه د یونیسف په همکارۍ به په کلیو کې د محلي ټولګیو په جوړولو سره ښوونې او روزنې ته د ماشومانو لاسرسي لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام