د کابل ښار په یوشمېر ښوونځیو کې ځینې سرچینې وايي چې د عبدالقهار عاصي ښوونځی سره له دې چې له څلور زرو ډېر زده‌کوونکي لري، خو لپاره یې یوازې ۶۷ ښوونکي او سرښوونکي لري.

د سرچینو په وینا، یاد ښوونځی په ۱۴۰۰ کال کې لږترلږه ۴۷ نورو ښوونکو ته اړتیا لري، او اووم، اتم او نهم ټولګي یې هېڅ کتابونه نه لري.

د سیمې اوسېدونکي هم د خپلو ماشومانو راتلونکې په اړه د اندېښنې تر څنګ وايي، په ټوله ورځ کې یوازې دوه یا درې ساعته ښوونکي لري.

کابل ښاریان بشیراحمد او امین‌الله رستمي وايي، ماشومان یې په ښوونځیو کې د کتابونو او ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي چې دغه وضعیت یې پر زده‌کړو منفي اغېز کړی دی.

یوشمېر زده‌کوونکي هم په ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو له کمښت څخه سر ټکوي. الیناز چې د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده وايي، سره له دې چې د ښوونیز کال له پیله ۱۷ ورځې تېرېږي، خو تر اوسه ښوونکي او کتابونه نه لري. د هغې په خبره، د طبعي او ساینسي مضامینو لپاره هېڅ ښوونکي نه لري او د ۴ یا ۵ ښوونکو له لوري ورته یوازې دري، تاریخ او بیالوژي تدریسېږي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین هم د کابل ښار په ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو کمښت تاییدوي، خو په وینا یې، د قراردادي ښوونکو په ګومارلو سره یې د حل لپاره لاس په کار شوي دي.

ارین وايي، که څه هم سږ کال یې د کتابونو د چاپ بهیر پر وخت د ۱۴۰۰ کال ملي بودیجې نه تاییدېدو له کبله وځنډېد، خو د شاوخوا ۳۷ میلیونه کتابونو د چاپ ۸۰ سلنه چارې پر مخ تللي او ډېر ژر به یې د زده‌کوونکو په واک کې ورکړي.

د یادونې ده چې د معیاري ودانیو، درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو نه موجودیت هغه ستونزه ده چې تل په هېواد کې ترې شکایت شوی او لا هم په بشپړه توګه نه ده حل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام