د ۱۴۰۳ کال پیل؛ د مزارشریف اوسېدونکي: د تېر کال ګڼه‌ګوڼه نشته

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي وايي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال لومړۍ ورځ یې د تېرو دوو کلونو په څېر د جنډې له پورته کولو پرته پیل کړې ده.
دوی وايي، روژه او د نوروز پر نمانځنې د سرپرست حکومت بندیز د خلکو د ګڼه‌ګوڼې کموالی لامل شوی او په وینا یې، سږ کال دا ورځ یې د عادي ورځو په څېر تېره کړې ده.

له نجونو پرته د ښوونیز کال پیل؛ حبیب‌الله اغا: عصري زده‌کړې د ورځني ژوند اړتیا دي

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا د نوي ښوونيز کال د پيل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، پوهنې وزارت ژمن دی چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو او هغو ماشومانو ته د معیاري زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي چې له نورو هېوادونو څخه بېرته راګرځېدلي دي.

یونیسف او اروپايي ټولنه د ۲۰۰ زره افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې برابروي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې ۳۸۵ دولتي ښوونځي جوړ او ۲۰۰ زره افغان ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

حنفي: ا.ا هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هېوادونو د امنیت پروړاندې د افغانستان خاوره وکاروي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې د سراسري امنیت ټینګښت، د نشه‌يي توکو او اداري فساد ورکول د ا.ا لاسته‌راوړنې دي او حکومت یې هېچا ته اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت ګډوډولو پر وړاندې وکاروي.

د کانونو وزارت سرپرست: د آمو دریا د تېلو حوزه کې ۲۰ نورې څاه‌ګانې اېستل کېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د آمو دریا د تېلو حوزې څخه چې قرارداد یې له یوه چینايي شرکت سره شوی، د ورځې شاوخوا ۱۴۰۰ ټنه تېل را اېستل کېږي او ټاکل شوې ۲۰ نورې څاه‌ګانې هم په‌کې واېستل شي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سرمنشي: د ا.ا په غوښتنه مو افغانستان کې فعالیت درولی

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سرمنشي انډریاس سټفانسون تازه د دغه هېواد له یوې غږیزې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې له درېوو ورځو راهیسې یې د ا.ا د سرپرست حکومت په غوښتنه په افغانستان کې فعالیت درولی دی. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په اتلسو ولایتونو کې له اړمنو، په تېره ښځو، ماشومانو او معلولانو سره مرستې کولې.