Asset 1SWN

د کانونو وزارت سرپرست: د آمو دریا د تېلو حوزه کې ۲۰ نورې څاه‌ګانې اېستل کېږي

حنفي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د آمو دریا د تېلو حوزې څخه چې قرارداد یې له یوه چینايي شرکت سره شوی، د ورځې شاوخوا ۱۴۰۰ ټنه تېل را اېستل کېږي او ټاکل شوې ۲۰ نورې څاه‌ګانې هم په‌کې واېستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه وزارت نن (د وري لومړۍ، د چهارشنبې ورځ) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د مس عینک، د آمو دریا د تېلو او دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کانونو او پټرولیم وزارت په کابل کې د چین د سفیر جاو شنیګ له خولې لیکلي چې هېواد یې غواړي، څو په بېلابېلو برخو کې د دولتي کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي او د کانونو وزارت هم په‌کې د ګډون لپاره خپل استازی ورلېږلی شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام